Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: May 15, 2018

مسلمیار د افغانستان او افغان مخالفان له داعش او طالبانو سره ورته وبلل

تاند- د افغانستان د مشرانو جرګې ريیس وايي، د ولسي جرګې غړی عبدالطیف پدرام باید محاکمه شي. عبدالطیف پدرام، چې د دوشنبې په ورځ په فیض اباد کې د بدخشان د خپلواکۍ پټکه وکړه، له افغان، افغانستان، او ملي سرود سره مخالف دی. د مشرانو جرګې رييس عبدالهادي مسلمیار وویل، پدرام په بدخشان کې په…

نور

دا دومره قتلونه د څه د پاره؟ |  سید ابرار صمیمي

 د روژې مبارکې میاشتې په درشل کې د سه شنبې په ورځ د افغانستان په فراه کې د کربلا په میدان بدل شو او ګڼو ملکي خلکو ته صدمه ورسېده. دغه راز په وروستیو دوو اونیو کې تر یو درجن زیاتو انتحاریانو د افغانستان په مختلفو سیمو کې د مسلمانانو وینې وبهولې.   په نوییمو…

نور

امریکايي الوتکو په فراه کې پر طالبانو بمباري وکړه

تاند- په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جنګي الوتکو نن /سې شنبه/ د فراه په مرکز کې د افغان مځکنیو ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو بمباري وکړه. په داسې حال کې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لا هم د فراه ښار په ځینو برخو کې له وسله والو طالبانو سره په نښته بوخت دي،…

نور

آی ایس آی د افغانستان او امریکا پر ضد غیر مستقیمه ستراتېژي مخ ته وړي، خو څوک سر نه خلاصوي

ودان روښان   په لومړي سر کې اړینه ده چې غیر مستقیمه ستراتېژي وپېژنو خو له هغې مخکې غواړم په خپله  ستراتېژي په لنډو ټکو کې تعریف کړم. د ستراتېژي په اړه هم یوازینی او ټولو ته د منلو تعریف نه دی وړاندې شوی نو ځکه خو زه د هغه په یو یا دوو لنډو تعریفونو…

نور

وروستیو سېلونو ۳۴ افغانان مړه کړي

تاند- سېلونو او بارانونو په یوه اوونۍ کې ۳۴ افغانان مړه کړي او د خلکو کورونو، کرنیزو مځکو او څارویو ته یې زیان اړولی دی. له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې ویندوی حشمت خان بهادري نن / سې شنبه/ وویل، د افغانستان په شمالي او مرکزي ولایتونو کې سېلونو شاوخوا ۹۰۰ کورونه ویجاړ…

نور

فراه د پردیو دسیسو ښکار! | محمدزمان ستانکزی

افغانستان د خپل  تاریخ حساس پړاو ته را رسیدلی، څلور لسیزو جګړو خلک ډېر کړولي او د نوي نظام په راتلو سره هېلې دا وې چې هېواد به جوړیږي، د امریکا په مشرۍ  نړیوال ایتلاف دغلته پراخ پوځي او ملکي حضور پیل کړ، تمې دا وې چې افغانستان به هم لکه جرمني چې د مارشال…

نور

د سیلابونو بلا | اندړ

  د هرات په ګلران کې سیلابونو زیات تاوانونه اړولي دي. د پسرلي په موسم كې كابو هر كال سيلابونه زیات وي خو سږ کال چې هوا لا زیاته غیر معمولي ده، د سیلابونو خطره لا زیاته ګڼلای شو.   سيلاب ځپلي خلك مرسته غواړي او مرستندويې ټولنې د خپلو فعاليتونو راپورونه خپروي خو په دې منځ كې…

نور

د فراه د ولایتي شورا ريیس وايي، د فراه ښاریان له طالبانو سره جنګېږي

دا خبر بیا بیا تازه کېږي تاند- د فراه د ولایتي شورا رييس فرید بختور وايي چې په خپله له یو شمېر رضاکارو جنګیالیو سره په فراه ښار کې د طالبانو پر ضد جنګېږي. بختور وویل، د فراه یو شمېر ښاریان په خپله خوښه حاضر شوي چې وسلې واخلي او خپل ښار له طالبانو پاک…

نور