Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: February 10, 2018

د کانتینیټل هوټل د حملې په تړاو ۴ تنه ممنوع الخروج شول

تاند- د افغانستان حکومت د کابل د انترکانتینینټل هوټل د حملې په تړاو ۴ تنه ممنوع الخروج اعلان کړل. حکومتي سرچینې وايي چې د کانتینینټل هوټل د حملې په اړه څېړنې لا دوام لري او ژر به یې پایلې اعلان کړي. د افغانستان لویې څارنوالۍ نن /شنبه/ وویل، د دې هوټل د حملې د تحقیقاتو…

نور

منی/ اجمل پسرلی

ادم غبرګ لاسونه ملا ته نیولي وو، پر مځکه پرتو پاڼو ته ځیر و. سیوری یې ترسترګو شو. د عینکو شاته یې سترګې ورپولې. جولیا یې مخې ته ولاړه وه، خندل یې. سړي لاسونه پرانیستل. جولیا سر وخوځاوه. ده یې مټ کلک کړ: -چرته روانه یې؟ -په دې مني کې د چا زړه په تنګ…

نور

په اسلام اباد کې ستر لاریون ناکام و که کامیاب

تاند- پښتنو په اسلام اباد کې په بریالیتوب خپلې غوښتنې د عدم تشدد له لارې پر چارواکو ومنلې. د څلور اونیو وخت یې له پاکستاني چارواکو واخیست، که یې غوښتنې په دې ترڅ کې ونه منل شوې بیا سره راغونډیږي او خپل حق به ترلاسه کوي. په اسلام اباد کې د پښتنو د ستر لاریون…

نور

د پاکستان حکومت د پښتنو اعتراض کوونکو د غوښتنو د منلو لپاره یوه میاشت وخت وغوښت

تاند- په اسلام اباد کې د اعتراض لپاره د راغونډو شویو پښتنو مشران وايي چې د پاکستان حکومت ژمنه ورکړې چې د دوی ټولې غوښتنې به عملي کړي. د پاکستان حکومت اعتراض کوونکو ته ویلي چې د دوی ټولې غوښتنې به ومني خو یوه میاشت وخت غواړي. اعتراض کوونکي وايي، که حکومت په یوه میاشت…

نور

د پښتنو احتجاج پاکستاني اداره وارخطا کړې ده | سید ابرار صمیمي

د پاکستان مطبوعات کله کله وړه خبره لویوي خو په اسلام اباد او نورو ښارونو کې یې د پښتنو د اوسني احتجاج رپورټونه یا ډیر لږ ورکړي دي او یا یې د احتجاج د بې اهمیته کولو کوښښ کړی دی.  د پاکستان مطبوعات تر ډیره حده د پنجابیانو په کنټرول کې دي او په ځینو…

نور

ښکلا ته نه، ښکلا بښوونکي ته وګورئ | محمداکبر نیازی

د وسپنې یوه ټوټه تر هغې چې وسپنه ده، د یوې ستنې  پورته کولو توان هم نه لري، خو یو مقناطیس (اهن ربا) د خپل وزن دولس برابره وزن پورته کولای شي. په ښکلاګانو باندې د تمرکز له قدرت څخه په ګټنې د خپل وجود مقناطیس ژوندی کړئ، که په هر لوري او پدیدې ډېر…

نور

د يو لوی قام احتجاج! | وحيدالله مصلح

دا ښايسته ورځې کېږي چې په اسلام اباد کې د پاکستان او انګليس په ګډه اجنډا کې ټکېدلي پښتانه راټول شوي، نقيب الله مسيد د دوی د راټولېدو بانه شوه که نه هلته پښتنو د خپل تاريخ په هر موړ کې د محروميت کمی څکلی، پټان په نورو ايالتونو کې د مسخرې بديل نوم دی،…

نور

د پښتنو اعتراض ولې او د څه لپاره | میروس جواد

د پاکستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پښتنو خپل غږ اوچت کړی دی. دغه غږ چې د عدالت غوښتنې پر محور راڅرخي پداسې حال کې پورته شوی چې له بل هر وخت څخه زیات، پښتانه د پاکستان د پوځ او پوځي استخباراتو لخوا ځپل شوي او په سیستماتیکه توګه بنسټ پاله افراطیت ته…

نور