Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: February 8, 2018

د دموکراسۍ پلا ر د موکراسي وډبوله | استاد شهسوار سنګروال

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د نړۍ په سياست کې ژور بدلونونه مينځ ته راغلل، يو شمېر تر ښکېلاک لاندې هېوادونه ازاد شول چې موږ د لاتيني امريکا، اسيا او د افريقا يو شمېر هېوادونه د بېلګې په توګه يادولی شو. په دغه پېر کې دموکراسي وده وکړه، ملي ازادي بښونکي غورځنګونه پراخ شول او…

نور

خلک راویښ شوي د سید احمد بریلوې د ټکولو تاریخ راژوندی کوي

ودان روښان   له یوې خوا په ډېره اسماعیل خان کې د طالبانو په لاس د ادریس وزیر په نوم د حقوقو پوهنځي محصل او له بله پلوه په کراچۍ کې د پولیسو په جعلي جګړه کې د نقیب الله مسعود په نوم ځوان د وژنو  پېښو پښتانه سخت په غصه کړي. په دې وروستیو کې…

نور

د ننګرهار د چهارشنبې خبرونه

د شاوخوا ۶۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۲۱ نوي جوماتونه جوړ او ۲۲ نور ترمیم شول . په ننګرهار ولایت کې د حج او اوقافو ریاست له لوري د ښار جوړونې ادارې په تخنیکي همکارۍ د شاوخوا ۶۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۲۱ نوي جوماتونه جوړ او ۲۲ نور ترمیم شول،چې د یو…

نور

موږ او مسلماني | جانباز

اسلام د امن دین دی، خو موږ د نا امنۍ سره ګرېوان وشکاوه! اسلام د محبت دین دی، خو موږ د نفرت په دایره کي هلاکت ته رسیدلي یو! اسلام د سکون دین دی، خو موږ بیا د ذهني سرګردانیو د لاسه ټول په روحي ناروغیو اخته یو! اسلام د عدالت دین دی، خو موږ…

نور

با ماه نشینی ماه شوی- با دیګ نشینی سیاه شوی!!  احسان الله ارینزی

په افغانستان باندې د خلقیانو، پرچمیانو، شوروي یرغل، مجاهدینو، شر او فساد، طلبای کرام او د امریکا، ناټو او ائتلاف د یرغل په کلونو کې په ملېونونو خلک د ترور، وحشت، نیولو او وژلو له وېرې ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان او ان لیرې اروپا او امریکا ته مهاجر شول. دا بدمرغه لړۍ اوس نژدې څلوېښتم…

نور

په هر ساعت کې ۵۰ افغانان د جګړې له لاسه بې ځایه کېږي

تاند- په ناروې کې د پناه غوښتونکو شورا وايي، په افغانستان کې د جګړې او تروریزم د دوام له کبله په هر ساعت کې ۵۰ افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي. دې شورا وویل، تېر کال د ورځې په متوسط ډول ۱۲۰۰ افغانان اړ ایستل شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او نورو سیمو…

نور

هاوکینګ؛ زموږ مځکه ممکن له ژونده ووځي

تاند- مشهور فزیکپوه سټیون هاوکینګ خبرداری ورکوي چې که د مځکې د تودوښې درجه په اوسني ډول په زیاتېدو وي، دا سیاره یا ګُره به د وینوس په شان شي. د ساینس ویبپاڼې د راپور له مخې، سټیون هاوکینګ وايي چې مځکه ممکن دومره توده شي چې انسان پکې اوسېدای نه شي. ده مخکې ویلي…

نور

د خوشحاله خلکو راز په دې (۷) عادتونو کې دی

د خوشحاله خلکو راز په څه دی کې دی؛ چې دوی تل خوښ وي؟ ژباړن: حضرت عثمان نوري تاسې به لیدلې وي چې ځينې خلک تل خوښ وي او هېڅ زړه ته غم نه ورکوي، دوی ډېری وخت لوبې کوي، په تفرېح چکر ته ځي، تلویزون ګوري، کمپیوټري لوبې کوي او نورې ساعت تېریانې کوي،…

نور