Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: January 17, 2018

د امریکا بې پېلوټه الوتکې په ۲۰۱۸ کې پر قبایلي سیمو لومړنۍ حمله وکړه

تاند- د امریکا بې پېلوټه الوتکو نن /چهارشنبه/ د کورمې ایجنسۍ پر قبایلي سیمې په حمله کې افغان سختدریځې په نخښه کړل. دا په ۲۰۱۸ م کال کې د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې لومړنۍ حمله وه. پاکستاني چارواکو د خپل هیواد ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دا برید د…

نور

طالب پلاوي په پاکستان کې له حامد ګیلاني سره وکتل

تاند- راپورونه وايي چې له قطره اسلام اباد ته تللي طالب پلاوي د ملي اسلامي محاذ له مشر سید حامد ګیلاني سره کتلي دي. د طالبانو د قطر د دفتر په درې کسیز پلاوي کې، چې د قطر د دفتر رييس شهاب الدین دلاور یې مشري کوي، جان محمد مدني هم برخه لري. د رویټرز…

نور

په م.م. کې د امریکا سفیره وايي، د افغانستان لپاره د ټرمپ پالیسي کار ورکوي

تاند- په ملګروملتو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي وايي، د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ نوې پالیسي کار ورکوي او تر بل هر وخت د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو احتمال نژدې شوی دی. ولسمشر ټرمپ له افغانستانه څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو مهالوېش، چې پخواني ولسمشر بارک…

نور

د ننګرهار د چهارشنبې خبرونه

نړیوال مرستندویه صندوق د راتلونکو درې کلونو لپاره د راستنیدونکو کډوالو او یتیمو ماشومانو سره د زده کړې په برخه کې مرسته کوي. ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د تعلیم په برخه کې د نړیوال مرستندویه صندوق مشرې او د یونیسف ادارې سیمه ییزمسول او یو شمیر نورو د لیدنې پرمهال د راتلونکو درې…

نور

د ولسمشر په ځانګړې بودیجه جوړ شوي ښوونځي پرانستل شول

په پکتیکا ولایت کې د ولسمشر د ځانګړي بودیجې څخه څلوریشت ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او نن ګټې اخیسنتې ته وسپارل شوې. هغه مراسم چې په همدې موخه د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ د تودې چینې په ښوونځۍ کې نیول شوې وو پر پکتیکا والي محمدالیاس وحدت سربیره د ولایتي شورا استازو، ملکي او…

نور

عطا وارخطا دی! |  زمریال اشنا

په تېرو ۴۰ کلونو کې د حکومتونو او دولتونو د ناکامیو ستر لامل دا و چې د یوشمېر ګوندونو او ډلو له خوا حکومتونه او دولتونه یرغمل نیول کېدل او د دغو ګوندونو او ډلو د ګټو لپاره د ډال په توګه کارېدل. د لومړي ځل لپاره د غويي له کودتا وروسته د خلکو د…

نور

په نړۍ وړه حاکمه کلیمه “سیاست”، یعنې څه؟ | زاهد صدیقي

په ورځنیو خبرو اترو کې سیاست، سیاسي او سیاستپوه کلمې ډېرې کارول کېږي. که له کوم سیاستپوه پوښتنه وشي، چې “سیاست” یعني څه؟ نو ستونزمنه به وي چې، یاده پوښتنه په اسانۍ ځواب کړي. خو که، له کوم عام وګړي ورته پوښتنه وشي، نو ډیره ساده به يې ځواب کړي. “سیاست” وړه کلمه خو، پر…

نور

د طالبانو د قطر پلاوی د پاکستان له امنیتي چارواکو سره په مري کې خبرې کوي

تاند- د طالبانو د قطر د دفتر پلاوي نن /چهارشنبه/ په مري کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې. د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د پاکستان د استخباراتي سرچینو په قول وویل، د طالبانو د قطر د دفتر د ريیس شهاب الدین دلارو په مشرۍ پلاوی روانه…

نور