Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: January 3, 2018

عطا نور د بلخ د نوي والي د نیول کېدو امر کړی

تاند- د بلخ پخواني والي عطا محمد نور امر کړی چې د مرکز له لوري بلخ ته نوی ټاکل شوی والي انجنیر محمد داوود دې ونیول شي. د بلخ ولایت ځینو ولسوالیو او ادارو ته د عطا محمد نور له لوري په استول شویو لیکونو کې ویل شوي چې د لیدل کېدو په صورت کې…

نور

پاکستان وايي، د جنورۍ تر ۱۶ د ناثبت شویو افغانانو د ثبت بهیر بشپړوي

تاند- د پاکستان د نفوسو د ثبت اداره وايي چې د روانې جنورۍ تر شپاړسمې پورې به په دغه هیواد کې د یو ملیون ناثبت شویو افغانانو د راجستر کولو بهیر بشپړ کړي. د پاکستان اسوشیتید پریس خبري اژانس ته د نفوسو د ثبت د ادارې یوه چارواکي نن /چهارشنبه/ وویل، چې د ده ادارې…

نور

د امریکا حکومت وايي، پر پاکستان فشار زیاتوي

تاند- د سپينې ماڼۍ ویندویه سارا ساندیرس وايي، د امریکا متحد ایالتونه له پاکستانه د تروریستانو پر ضد د اقداماتو غوښتنه کوي او په راتلونکو له ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې به د اسلام اباد پر ضد اقدامات اعلان او فشار ته دوام ورکړي. د سپینې ماڼۍ ویندویې د سې شنبې په ورځ ناوخته له…

نور

په خپله وړتیا باور د بریالیتوب راز دی | زاهد وصال

اکثره ځوانان په خپله وړتیا باور نلري، چې دغه ذهني ناورغۍ زموږ ډېری ځوانان برباد کړي دي. دوی په خپل ځان کې ډېره وړتیا لري خو دوی خپل ځان نشي درک کولای له دوی څخه په خپل ځان کې وړتیا ورکه ده. هر کله چې دوی ته کوم کار ښودلی کیږي، له ترسره کولو انکار…

نور

د ۱۳ لکه ډالرو د ودکا بوتل غلا شو

تاند- په ډنمارک کې د شرابو د یوه بار څښتن وايي چې د ده د بار له کیلکسون څخه د روسي وډکا یو بوتل، چې دیارلس لکه ډالره یې ارزښت درلود، غلا شوی دی. د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهېګن کې پولیسو نن /چهارشنبه/ تایید کړه چې په پلازمېنه کې د (Café33) کفې ۳۳ په نوم…

نور

د ۲۰۱۷ د طبي علومو سترې بریاوې

تاند- په ۲۰۱۷ م کال د نورو علومو په شان د طب په برخه کې هم ستر ګامونه واخیستل شول. د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره نوې طریقې کشف شوې. د ناروغیو د درملنې لپاره په زیاته پیمانه له بینادي حجرو او جنیټیک انجنیرۍ څخه کار واخیستل شو. د ځینو مهمو پرمختګونو په لړ کې…

نور

ملي امنیت وايي، په کابل کې یې د داعش ۱۳ غړي تر حملې مخکې ونیول

تاند- د افغانستان د ملي امینت ریاست وايي، په پلازمېنه کابل کې یې د داعش د سختدریځې ډلې یوه ستره تروریستي حمله ناکامه کړې او د حملې په دسیسه کې شامل کسان یې نیولي دي. د ملي امنیت د ریاست له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، د دې ناکامې کړای شوې دسیسې په…

نور

سند/ اجمل پسرلی

سړی د سمندر غاړې ته تیز تیز روان و. لاسونه یې داسې غورځول لکه په پوځي مارش کې چې رهي وي. وړاندې له شګو سره تم شو. هلته ګڼ خلک پنډ وو. « دا ښځه یوازې ښکارې، هاغه بوډا  یوازی راغلی؟…» خندا شوه، شاته یې مخ واړاوه. د تورو ویښتو، تورو سترګو سړی لکه افغان…

نور