Categories

Daily Archives: December 4, 2017

ماتیس پاکستاني چارواکو ته وویل، باید د تروریستانو د پناهځایونو پر ضد قدام وکړي

تاند- د امریکا دفاع وزیر جېمزماتیس د تروریزم پر ضد د پاکستان قربانۍ تایید کړې او په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې پاکستان له امریکا او نورو سره په ګډو هڅو په افغانستان کې د سولې د امکاناتو په برابرولو کې حیاتي رول لوبولی شي. د پاکستان د اسوشیتید پریس خبري اژانس د…

نور

د استاد اجمل ښکلي (ادبستان) چاپ شو

ادبستان د پښتو ژبې د خورا پیاوړي کره کتونکي او تیورسن استاد اجمل ښکلي د هغو بېلا بېلو مقالو ټولګه ده، چې د پښتو ادب د تیوری او کره کتنې په اړه یې پکې لسګونه مقالې او لیکنې رایوځای کړي دي. ادبستان په ننګرهار کې د کلاسیک خپرندويه ټولنې لخوا د زرو (۱۰۰۰)ټوکو په شمیر…

نور

د استاد اسدالله غضنفر د لنډو کیسو کتاب چاپ شو

د استاد اسدالله غضنفر د لنډو کیسو کتاب (د یو تېر اور اېرې) چې کلونه پخوا د بېنوا فرهنګي ټولنې لخوا چاپ شوی وو، اوس یو ځل بیا په ننګرهار کې د کلاسیک خپرندويه ټولنې لخوا د زر (۱۰۰۰) ټوکو په شمیر په مجلد ډول په یو سلو اته ویشت مخونو چاپ شو. استاد عضنفر…

نور

علي عبدالله صالح څوک و؟

علي عبدالله صالح د یمن پخوانی ولسمشر نن ووژل شو. دی د خپل واک د ساتلو او په وروستیو کلونو کې د واک د ترلاسه کولو له اوږدې مبارزې وروسته وویشتل شو. صالح په ۱۹۴۲ م کال کې د یمن اوسنۍ پلازمینې صنعاء ته نژدې د سنحان په سیمه کې وزیږید. دی په ۱۹۵۸ کې…

نور

داسې ښکاري، چې حکومت په پیاوړي کېدو دی

محمد هلال سمسور|   د امریکا حکومت که څه هم په افغانستان او سیمه کې خپل اهدف لري او همغو ته ژمن دي خو داسې ښکاري، چې د افغانستان له موجوده حکومت او ولسمشر سره ښې اړیکې لري او دا اړیکې کېدای شي، چې تر ډېره د افغانستان ګټو ته د امریکا په اهدافو کې ځای…

نور

په ۱۲مه ناحیه کي د دوه کیلومتره سړک د جوړېدو چاري پيل سوې

خبرپاڼه نېټه: ١٣٩۶-۹-۱۳ په ۱۲مه ناحیه کي د دوه کیلومتره سړک د جوړېدو چاري پيل سوې د دوشنبې په ورځ د کندهار ښار د ۱۲ مې ناحيې اړوند د لوي ويالې په سيمه کي د دوه کیلومتره سړک د جوړېدو چاري د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا لخوا د پټۍ په پرېکولو سره پيل…

نور

ولسي جرګې د ۱۲ کاندید وزیرانو په منځ کې یوازې یوه ښځینه کاندیده رد کړه

تاند- ولسي جرګې د ۱۲ وزارتونو لپاره د ولسمشر غني د کابینې د ۱۲ کاندیدانو په منځ کې یوازې د کانونو او پیټرولیم کاندیده رد کړه. ولسي جرګې، چې په تېرو ورځو کې د کاندید وزیرانو څرګندونې واورېدې، نن هغوی ته د رایو صندوقونه کېښودل. دې جرګې د دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامني په…

نور

د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح ووژل شو

تاند- ایران وايي، د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح په داسې حال کې، چې له صنعا څخه تښتېده، ووژل شو. ایراني رسنۍ وايي چې صالح نن /دوشنبه/ له خپل مرستیال عارف زوکا او د ملي کانګریس ګوند له سرمنشي یاسرالعواشي سره په زغرګاډي کې له صنعا تښتېده چې وویشتل شو. ایراني رسنیو نه دي…

نور