Categories

Daily Archives: December 2, 2017

ولسمشر غني وايي، د بیان ازادۍ ته درناوی لري خو باید مسوولانه وي

تاند- په کندهار کې د ولسمشر محمد اشرف غني د یو شمېر سیاسي مخالفانو له غونډې وروسته ولسمشر نن /شنبه/ وویل چې د بیان ازادۍ ته درناوی لري، خو باید مسوولانه وي. که څه هم ښاغلي غني د کندهار د غونډې یادونه ونه کړه او نه یې د کومې ډلې یا کس نوم یاد کړ،…

نور

عقديي پریکړې د وطن په زیان دي | سید عبدالله پاچا

له هغې ورځې چې ولسمشر له زور واکو سره مبارزه پيل کړې او د دوی د فساد، باج، ناقانونه قراردادونو او نورو کړنو مخه نیولې ځینو سیاسیونو او د ملي شورا غړو یې پروړاندې عقديي سیاست ته مخه کړې او هر هغه پریکړه چې ولسمشر کوي، دوی یې ننګوي. دا نو نږدې ټولو افغانانو ته…

نور

اسلامي حزب او  په بنسټیز جوړښت کې يې د بدلون نوې تجربه

 جمالزی |  اسلامي حزب یا ‘حزب اسلامي’ په افغانستان کې د پنځو لسیزو مخينې په لرلو سره د شلمې پېړۍ  د معاصر منځ‌لاري سیاسي بهیر اسلامي نهضت له پاتې شونو ګوندونو دی. له دغه بهیره له بل ټوټه شوي ګوند – جميعت اسلامي – تر څنګ يې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد…

نور

بې ساه جسد (لنډه کیسه) حیات الله ژوند

سترګې مې نه رپي. مخامخ خلکو ته برند برند ګورم. یوه ډله خلک رانه گرد چاپېر ولاړ دي؛ خو زه بیا هم ځان یواځې احساسوم. داسې یواځې لکه په لويه دښته کې چې د مازديگر او ماښام په منځ کې بادونو ته ولاړ یم. یو سړی مې سترګو ته دستمال ښوروي، چې زما پر سترګو…

نور

د پوهنې ستوری وټاکل شو

د ۱۳۹۶ کال د “پوهنې ستوری” د یو لړ شاندارمو مراسمو په ترڅ کې، چې د پوهنې وزارت د مرستیالانو، مرکزي رییسانو، ښوونکو، زده کوونکو او د زده کوونکو د والدینو په ګډون جوړ شوي و، وټاکل شو. د کابل ښار د شهید همایون ښوونځي د یولسم ټولګي زده کوونکي محمد نذیز د غلام حسن…

نور

د کندهار غونډه؛ د آی ایس آی د ستراتېژیک عمق پلان پلي کولو هڅو دوام

روښان زرغون |  د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتېژي په اعلان او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې له پاره د امریکا کلک هوډ چې د ترهګرو پر ملاتړو فشار په کې ټینګار شوی، ای اس ای وارخطا کړی نو ځکه خو  اوس خپلو موخو ته د رسېدو له…

نور

ولي کندهار؟ | حافظ احمد نصرت

لوی کندهار د شاهانو،امپراطورانو د ميړاني اتلولۍ او سرښندني ټاټوبي دی کندهار د تاريخ په صفحو کي په زرينو کرښو ګڼي لاسته راوړنې او کارنامي لري. د افغانستان په پنځه زره کلن تاريخ کي لوی کندهار هغه حوزه ده چي اوسيدونکو یې خپل حضور فعال ښودلي او له دې ځايه يې پر نورو هيوادونو اوسيمو…

نور

ښه / اجمل پسرلی

ځوان د دوکان مخې ته غزونې وکړې. لمر تود لګیده. د سړک پورې غاړه د جوارو پټي بوټیدلي وو. د پټیو په برسر کې ونې ګورې ښکاریدې. د ونو شاته شګلن خوړ تیرکال د جوارو په وخت وچ شوی و. ځوان سړک ته ځير شو. پوخ سړک نیغ غځیدلی و، بر سر یې داسې ایسیده…

نور