Categories

Daily Archives: November 13, 2017

د یونیسېف له خوا کندهار ته د چینګچي امبولانسونو توزیع یو شرموونکی کار دی

تاند – افغان مدني فعالان وایي،‌ چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستندوی صندوق (یونیسېف) له خوا د کندهار ولایت ولسوالیو ته د چینګچي یا زرنج امبولانسونو ورکړه یو ناوړه کار دی. ویل کیږي چې یونیسېف غواړي ۱۸۹ چینګچي امبولانسونه د کندهار ۱۱ ولسوالیو ته ورکړي چې ابتدایي کار یې پیل شوی او یو…

نور

په ایران کې د وروستۍ زلزلې د تلفاتو شمېر سلګونو ته ورسېد

تاند – د افغانستان په ګاونډي هېواد ایران کې د وروستۍ زلزلې د مړو او ټپیانو شمېر نور هم زیات شو.‌ د دغې زلزلې شدت د ریکټر په کچه ۷.۳ درجې وو او زور یې تر ډېره د ایران په غرب او د عراق په شمال شمال ختیځ کې احساس شو چې ګڼ شمېر خلک…

نور

سرخط؛ پر پاکستان د امريکا د فشار پايله

پاکستان تر فشار لاندې دی، منزوي شوی، پر ضد يې سيمه‌ييزه او نړيواله اجماع را منځ‌ته شوې، د امريکا تر مستقيم ګواښ لاندې دی، ځکه خو د نورو يا نويو مرستو سوال نه پيدا کېږي چې امريکا درګرده ورکړې چورلکې يې له پاکستانه ټولې کړې. امريکا پاکستان ته وروستی خبرداری ورکړی، دا ځل پاکستان له…

نور

سرخط؛ د ارګ اسمان به دا ځل و اوري؟

وچکالي چې ډېره او د خلکو حوصله ختمه شي، د استسقا لمانځه ته ووځي. لوی، واړه او زاړه له يوې مخکې په دښته کې خدای ته پلتۍ ووهي او ځينې خو تر هغو نه را ولاړېږي چې خدای پرې باران نه وي اورولی. کله کله داسې هم کېږي چې ورېځې شي، اسمان و غورېږي، خو…

نور

سرخط؛ غزنی د هېواد تر ټولو بې واکه قوماندان اداره کوي

دوې مياشتې کېږي چې د اسلامي تمدن د پلازمېنې ساتنه د داسې کس پر غاړه ده چې حتا پر خپله څوکۍ د کښېناستو بشپړ واک نه لري. مل پاسوال محمد زمان د پېژنتون د احتياط افسر و چې د تېر اګسټ پر شپږويشتمه د غزني امنيه قوماندان وټاکل شو او له هماغې ورځې په ولايت…

نور

د مهمو پرېکړو لپاره ارام تفکر وکړئ ژباړه: حمیدالله حمیدي

 ارام تفکر د هوښیار ذهن یو اړخ دی. ارام تفکر مو دې ته اړباسي چې د يو عمل تر کولو وړاندې د هغه پر ټولو عواقبو فکر وکړی. له ارام تفکر څخه هغه وخت ډېره ګټه اخیستل کېږي، چې د يوې مهمې موضوع په اړه د پرېکړې کولو په حال کې وی. د بېلګې په…

نور

ناسا مځکې ته ۲۰ ورته سیارې وموندلې

تاند- د ناسا د کیپلر ټیلسکوپ تازه معلومات ښيي چې مځکې ته ورته ۲۰ داسې سیارې یې موندلي چې د ژوند احتمال پکې شته. د ناسا څېړونکي وايي د دغو سیارو په منځ کې څو یې لمر ته د ورته ستورو تر شاوخوا راڅرخي. د ناسا څېړونکي هر نوي موندلي ستوري او سیارې ته نوم…

نور

د ډوپینګ د مخنیوي نورې لار

تاند- د المپیک نړیواله کمېټه وايي، د یوه کوچني چیپ په وسیله په سپورتي لوبو کې د ډوپینګ مخه نیول کېدای شي. ځینې لوبغاړي له داسې درملو او انرژیو کار اخلي چې موقتاً یې د بدن شیمه یا سېک زیاتوي. دا کار د سپورتي قوانینو خلاف دی او ډوپینګ بلل کېږي. د المپیک بنسټ اجرايي…

نور