Categories

Daily Archives: November 6, 2017

په بهرنۍ کړنلاره کې توله په څه مانا او په کومه بیه؟

ودان |    په دې وروستیو کې ځینې ښاغلي چې کله په تلویزیونونو کې ناست وي نو دا خبره تکراروي چې افغانستان باید په بهرنۍ کړنلاره کې په سیمه ییزه او نړیواله کچه توله به پام کې ونیسي د ټولو ګټې خوندي کړي یانې په افغانستان کې ټولو ته د خپل ابا میراث ورکړي.    ځینې خو…

نور

د ننګرهار د دوشنبې خبرونه

ننګرهار کې نږدې ۸ سوه زره د پنخو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد درې ورځني واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو . د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د عامې روغتیا ادارې له لورې ۷۶۶ زره د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین…

نور

په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ یو مامور ووژل شو

تاند- په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ یو کارکوونکی نن /دوشنبه/ د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو. پاکستاني رسنیو د وژل شوي دیپلومات نوم جاوید اقبال رعنا ښودلی او ویلي یې دي چې نوموړی په جلال اباد ښار کې د خپل کور مخته وویشتل شو. د پاکستاني رسنیو په وینا نوموړی…

نور

د افغانستان حکومت وايي، د وټس اپ او ټیلګرام د بندولو اراده نه لري

تاند- د افغانستان حکومت وايي، وټس اپ او ټیلګرام به په هیواد کې بند نه کړل شي. د عبدالله عبدالله ویندوی دا خبره نن /دوشنبه/ وروسته له دې وکړه چې په وروستیو ورځو کې په ګڼو راپورونو کې وویل شول چې د افغانستان د انترنیټي خدماتو تنظیموونکې ادارې د انترنیټي خدماتو له ادارو غوښتي چې…

نور

د مخابراتي خدمتونو د محصول په اړه د ولسي جرګې پریکړه د قانون له نظره

 رفیع الله نبیل |  د مخابراتي خدمتونو محصول له مهمو داخلي مالي سرچینو څخه  ګڼل کېږي چې دهېوادونو په داخلي عوایدو کې مهم ځای لري. هغه هېوادونه چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي، د لمړي اقدام په توګه هڅه کوي په  داسې سکتورونو مالیه ولګوي چې د عامو مستهلکینو ورځنۍ اقتصادي چارې ډېرې  نه کړي.…

نور

د ورور قاتله! | عرفات پرديس

تور ماښام د کندوز د نا امنه ښار رڼايي خپلو منګولو کې د تورې شپې په لور روانه کړې وه. حليمه د انور په انديښنو کې د پريشانۍ په سمندر لاهو وه او د درې کلن اجمل سره يې خبرې کولې، لالا دې رانغی، زويه خدای دې خير کړي، توره شپه شوه، پلار دې هم…

نور

د کورنیو چارو وزارت د سرحدي ځواکونو د انتقال بهیر پیل کړی

تاند- د افغانستان د دفاع وزارت سرچینې وايي، د کورنیو چارو وزارت له مشرۍ څخه دفاع وزارت ته د سرحدي ځواکونو د لېږدولو بهیر پیل شوی دی. سرحدي ځواکونه حاضردمه په کورنیو چارو وزارت پورې اړوند دي خو د افغانستان د څلور کلن امنیتي پلان پر اساس د دغو ځواکونو د ادارې او کنټرول چارې…

نور

د افغانيت ساتنې دروغجن ممثل | مجید ژړاند

 وسله والو طالبانو په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې ويلي دي، هغه وکيلان به ووژني، چې د اسلاميت او افغانيت ضد رایه يې کارولې ده. زموږ هيواد خو هسې هم د عجایبو وطن دی،  کله تر وخت تېر وکيل صاحبان راپاڅي او د د نفوسو د احوال ثبت قانون په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان ننګوي…

نور