Categories

Daily Archives: November 2, 2017

د پاکستان د پوځ عمومي قوماندانانو له افغانستان او امریکا سره تماسونه وڅېړل

تاند- د پاکستان پوځ نن /پنجشنبه/ له افغانستان او امریکا سره وروستۍ خبرې وڅېړلې او ټینګار یې وکړ چې له دواړو هیوادونو سره سلامشورو ته باید دوام ورکړل شي. د پاکستان د پوځ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې مهمه غونډه کې، چې د پوځ د لوی درستیز جنرال…

نور

یونسیف: هر کال ۹۵۰۰ افغان ماشومان په نسناستي مري

تاند- د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونسیف وايي، هر کال ۹۵۰۰ افغان ماشومان د نسناستي په ناروغۍ مري. یونسیف نن /پنجشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل، سره له دې چې لا هم په افغانستان کې یوازې د نسناستي یا اسهال په وجه د کال نژدې نهه نیم زره ماشومان مړه کېږي خو…

نور

د ليکوالۍ خنډونه | ګل رحمن رحماني

   هرڅوک  ليکوالي کوي، خو په ليکوالۍ کې هر څوک خپله لار نه لري، د لسګونو او سلګونو ليکوالو له منځه کوم يو داسې پيدا کېږي چې د ليکنې طرز او لاره  يې له نورو سره ښکاره توپير لري او د نوموړي د ځانګړي سبک په نامه يادېږي. د سبک ايجادوونکو يوه غوره ځانګړنه داده چې…

نور

عطا محمد نور خپلې توکړې لاړې بېرته وڅټلې | ودان

   د بلخ والي عطامحمد نور د سې شنبې په ورځ په هرات کې یوې غونډې ته هغه د دوی په خبره په ډېر طمطراق وویل چې که په نظام کې سمون نه راځي نو د نظام سقوط په اړه باید فکر وشي، خو پرون دغه ښاغلي خپلې توکړې لاړې بېرته وڅټلې او په ډېره خواره…

نور

امریکا پاکستان ته د ۲۰ تروریستي ډلو لیست سپارلی

تاند- د امریکا حکومت پاکستان ته د ۲۰ داسې تروریستي ډلو لیست سپارلی چې د پاکستان له خاورې په افغانستان او کشمیر کې تروریستي بریدونه کوي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د سرچینو په قول تایید کړه چې متحدو ایالتونو دا لیست، چې په سر کې یې د حقاني شبکه ده، پاکستان ته سپارلی…

نور

امین کریم وايی، عطا محمد نور له دولتي امکاناتو د انتخاباتي کمپاین لپاره کار اخلي

تاند- د اسلامي حزب یوه مشر امین کریم په هرات کې د عطا محمد نور وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل چې نور له دولتي موقعیت او امکاناتو څخه د انتخاباتي تبلیغاتو لپاره کار اخلي. نور، چې تر دې مخکې (یکنشبه/اکتوبر۲۹) په مزارشریف کې یوې غونډې ته ویلي و چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان…

نور

د خپلو افکارو پیژندنه | ژباړه: فریدالله منګل

که تاسو د راتلونکې ویره لرئ، ځان ټیټ ګڼئ، د تېروتنو له امله په ځان نيوکه کوئ، او یا هم د ناکامۍ په اړه فکر کوئ. نو دا ټول منفي افکار دي. منفي افکار ستاسو په ځان باور زیانمنوي، ستاسو فعالیتونه له ځند سره مخامخ کوي، او ستاسو د ذهني وړتیاوو پر وړاندې خنډ جوړوي.…

نور

لور زېږول او که د زوی راوړل؟ | ډاکټر رحیم هلال

د لور زېږول د خدای رحمت دی او د زېږېدو قابلیت يې د کروموزومونو د علم له نظره تر مور زیات په پلار کې اېښودل شوی دی. سره له دې چې د لور زېږول د خدای رحمت او لويه لورينه ده خو له بده شامته په ځېنو کورنيو کې د پرله پسې نجونو زېږول د…

نور