Categories

Daily Archives: October 23, 2017

هلمندي ولسونو د حکومت او د قانون د حاکميت په تړاو غونډه وکړه

دغه کسان داسي مهال نن راټول سوي وه چي ۶ ورځي وړاندي په دي ولایت کي لسګونو کسانو د مرستیال والي او استناف څارنوال پرضد لاریون وکړ هلمند کي نن زرګونو کسانو ددې ولایت په کرزي لوبغالي کي هغه مهال راټول سول چي دوي ددې ولایت په لېرو پرتو سیموکي د ملي پروژو د تطبیق…

نور

ټیلرسن پاکستان ته د خبرداري ترڅنګ طالبانو ته د سولې بلنه ورکړه

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سفر په لړ کې وویل، فکر کوي چې منځلارې طالبان د خاصو شرایطو پر اساس د افغانستان په حکومت کې برخه لرلی شي. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ټیلرسن وویل، طالبان باید د افغانستان له…

نور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په نااعلان شوي سفر کابل ته راغی

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن نن ناببره کابل ته راغی چې د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره د دوو هیوادونو پر اړیکو او نوې ستراتیژۍ خبرې وکړي. ټیلرسن سیمې ته شپږ ورځینی سفر د شنبې په ورځ له سعودي عربستان څخه پیل کړ. ده پرون /یکشنبه/ په رایاض کې…

نور

د افغانستان ټولنيزې رسنۍ | خاطره اسحاقزۍ

د تیرې یوه نیمې  لسیزې راپدیخوا ورځ تر بلې  د سوشل مېډيا(ټولنيزو رسنيو) کارونکي ډېريږي. چې فېسبوک – ټوېټر- انستګرام – سکایپ – وی چټ او ای ام او  په نړۍ کې تر ټولو مخکښ ويب پاڼې شمېرل کیږي  او کارونکو د خپل ژوندانه يوه برخه ګرځولې. پر فېسبوک او ټوېټر وګړي واک لري چې…

نور

پُل | لیکوال: فرانتس کافکا

ژباړن: حیات الله ژوند || کلک او سوړ وم، زه یو پُل وم. پر یوې ژورې او تنګې درې تېر شوی وم. د درې په دې څنډه کې مې پښې او په ها بله کې مې لاسونه ښخ کړي وو، په لمدو خټو کې مې ځان کلک نښلولی وم، چې ونه خوځم. له کورتۍ ځړېدلې…

نور

د افغانستان خاورې ته د پاکستاني لاریو پر راتګ بندیز ولګول شو

تاند- پاکستان وايي، د افغانستان د ولسمشر په امر د تورخم او سپین بولدک په لارو افغانستان ته د پاکستاني لاریو پر تګ بندیز لګول شوی دی. د افغانستان د ترانسپورت وزارت هم دا خبره تایید کړه، ویې ویل چې پاکستاني لاریو ته د افغانستان تر پولې پورې د مال راوړلو اجازه ورکوي او وروسته…

نور

نرمي | زبیر افغان

له رسول الله څخه يوه روايت کي نقل شوي چي الله نرم دی، نرمي خوښوي او د نرمي په بدل کي هغه څه ور کوي چي د سختي په بدل کي يې نه ور کوي. عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مُغَفَّلٍ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” إِنَّ اللَّهَ رَفِيقٌ: يُحِبُّ الرِّفْقَ، وَيُعْطِي…

نور

سي آی اې د افغانستان جګړې ته کوچنۍ کومانډو ډلې لېږي

تاند- سي آی اې په افغانستان کې د ځانګړو ګومانډو ځواکونوعملیات پراخوي چې طالبان ومومي او سمدستي یې ووژني. دا خبره نیویارک ټایمز د یکشنبې په ګڼه کې افشا کړه. په دې راپور کې د امریکا د جګپوړو چارواکو په قول ویل شوي چې سي آی اې د تجربه کارو پوځیانو او خصوصي قراردادیانو کوچنۍ…

نور