Categories

Daily Archives: October 12, 2017

د ټرمپ له هرکلي سره سره خوشي شوې کاناډايي جوړې امریکا ته له تګه انکار وکړ

تاند- کاناډايي برمته جوشوا بویل په پاکستان کې له خوشي کېدو وروسته حاضر نه شو چې د امریکا د پوځ په الوتکه کې خپل کور ته لاړ شي ځکه چې وېره یې لرله چې وبه نیول شي. د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مشر جان کیلي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا…

نور

اميتابچن د کندوز په چهاردره کې | عرفات پرديس 

 د ۱۳۵۹ کال د ژمي وروستۍ ورځې وې چې روسانو زموږ په سيمه يرغل وکړ، کور په کور تلاشي پيل شوه زموږ په کور هم راننوتل سپی ډېر غپېده، د روسانو پام د سپي په لور وو موږ ته يې اشارې کولې خو موږ نپوهېدو چې څه وايي. څو شېبې ورسته يو کس چې شنه…

نور

اجرائيه رئیس د ځاځي میدان ولسوالۍ له قومي مشرانو سره ولیدل

تاریخ: 20 میزان 1396 کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس نن په سپېدار ماڼۍ کې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل. په دې لیدنه کې لومړی د ځاځي میدان قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو خپلې ستونزې له اجرائیه رئيس سره شریکې…

نور

پوهنې وزارت چا پر فاجعه بدل کړ؟ | حامد غښتلی ‎

پرون د میزان پر اتلسمه ولسمشر غني حکومتي ویاندویان ارګ ته وربللي وو، څو د ده مهم پیغامونه ولس ته ورسوي. دا د ولسمشر حق دی چې خپل پیغامونه او لاسته راوړنې له ولس سره شریک کړي. په خبرو کې یې خدای شته څو مهم ټکي هم وو چې ولس باید ترې خبر شي او…

نور

امریکايي – کاناډايي جوړه له ۵ کاله برمته توب وروسته خوشي شوه

تاند- پاکستاني او امریکايي چارواکو نن /پنجشنبه/ تایید کړه چې یوه امریکايي – کاناډايي جوړه او ۳ ماشومان یې له ۵ کاله برمته توب وروسته خوشي شوي دي. امریکايي چارواکو وویل چې امریکايي ښځه کتلان کولمن او کاناډايي خاوند یې جوشوا بویل، چې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې پاکستان مېشتې حقاني شبکې تښتولي…

نور

د بلخ والي وايي د ده ویندوی طالبانو نه دی وژلی

تاند- د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې د ده ویندوی منیر فرهاد د دولت وسله والو مخالفانو نه دی وژلی. د بلخ د والي ویندوی منیر فرهاد پرون /چهارشنبه/ د نامعلومو وسله والو له لوري له ویشتل کېدو وروسته په روغتون کې سا ورکړه. عطا محمد نور، چې د جمعیت ګوند اجرايي رييس…

نور

نن یوه تیږه د مځکې له څنګه تېرېږي

تاند- ناسا یا د امریکا فضايي تحقیقاتي اداره وايي، نن به یوه کوچنۍ سیاره مځکې ته نژدې تېره شي. ښايي پوښتنه درته پیدا شي چې څومره نژدې یا له نژدې څخه منظور څه دی؟ ناسا ویلي چې دا کوچنۍ سیاره یا ټوټه به له مځکې ۴۲ زره کیلومتره لېري تېره شي. دې ته په پام…

نور

 د الکترونيکي تذکرو لپاره چمتووالی نيول شوی

مطبوعاتي اعلاميه ۱۹ ميزان (۱۱ اکتوبر) د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت د سرپرست وزير شهزاد اريوبي په مشرۍ د اليکترونيکي تذکرو اړوند د همغږۍ کمېټې ناسته تر سره شوه. په دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت د تخنيکي مسولينو تر څنګ د نفوسو د ثبت ادارې رئيس او د GTR شرکت…

نور