Categories

Daily Archives: October 11, 2017

ولسمشرغني: قسم په خدا‌ی په قفسونو کې مو بندوم

تاند – افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چارشنبه/د اکتوبر ۱۱مه/ سهار د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د حکومت له ویاندانو سره خبرې وکړې او ورته یې وویل چې د هغه اواز دې ولس ته ورسوي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت ویاند نجیب ننګیال په خپله فیسبوک پاڼه لیکي، چې ښاغلي غني د…

نور

ولې ٬٬په ادبياتو کې د اسطورو څيړنه،،؟| اکبر کرگر

ليکوال د اسطورې له لارې چيرته غواړي ولاړ شي؟ ليکوال غواړي د ادب په هېنداره کې د بشريت د لومړيو هڅو او د مادي او معنوي لاس ته راوړنو نندارتون وگوري. ليکوال غواړي او هڅه کوي، په همدې نندارتون کې د پښتون فرهنگ غرفه هم له پامه تېره کړي. او له دې ټولو هلوځلو وروسته…

نور

په کابل کې وتلي لیکوال سعدالله جان برق ته د درناوي غونډه وشوه

تاند – نن چارشنبه/د اکتوبر۱۱مه/ په پلازمېنه کابل کې د پښتونخوا وتلي لیکوال او ډرامه لیکونکي سعدالله جان برق ته د درناوي غونډه وشوه چې د نوموړي ګڼ شمېر مینه والو په کې برخه واخیسته.‌ دغه غونډه د دانش خپروندویې ټولنې له خوا رابلل شوې وه او نامتو انځورګرحمدالله ارباب په کې د ښاغلي برق…

نور

په عمان کې به د افغانستان په څلوراړخیزه غونډه کې طالبان ګډون وکړي؟

تاند- د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي به راتلونکې اوونۍ په عمان کې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې پر پروسې خبرې وکړي. دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /چهارشنبه/ وکړه خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې ایا په دې غونډه کې د افغان…

نور

ایا دا ځل به د سولې خبرې بریالۍ شي؟

اسد الله دلاور|| راتلونکو شپږو مياشتو کې څه پيښيږي؟ طالبان په کومو شرایطو سوله کوي ؟ په دې وروستيو کې له طالبانو سره د سولې خبرو بیا زور اخيستی او خلکو ته له يو اوږد ځنډ وروسته د سولې يوه بله هيله مندي ورکړل شوې  له دې ټولو اعتراضونو سره سره بیا هم خلک په…

نور

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو پر ټاپي پروژې خبرې وکړې

تاند- د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو له یو بل سره په ټېلفوني تماس کې د ټاپي پروژې پر پیلولو خبرې وکړې. د ترکمنستان د ولسمشر دفتر وايي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني خپل ترکمن ساري قربان قُلي بیردي محمداوف ته ټېلفون وکړ او د سونګ او انرژۍ او همداراز ترانسپورت په برخو کې یې…

نور

د لندن د ادبی بهیر د اکتوبر ناسته | جانداد

د یکشنبې ورځ د اکتوبر په اتمه لندن میشتی لیکوال، شاعران او د فرهنګ مینه وال بیا سره راټول شوی وواو د تیر په څیر ېې بیا خپلې هستونې د شعر، او نثر په بڼه یوبل ته واورول. د غونډې کوربه په لندن کې د افغان سفارت د ایلینګ څانګې ودانۍ وه او د سفارت…

نور

د بلخي تنظیمي جوال ته غورځیدلی معارف | جاوید جبران   

له ولسمشر غني سره د واک په شخړه کې د راښکیلو تنظیمي ښامارانو او چمچه مارانو بزکشي د هغه ناوړه تاریخي تسلسل زیږنده ده چې د داؤدخان شهید له وخته رانیولې بیا تر نن ورځې یې د حکومت، نظام، ادارې او قانون په وړاندې داسې حق په جانب باغیان راپړسولي چې نه یې عدلي او…

نور