Categories

Daily Archives: October 10, 2017

سرور ستانکزی په سویډن کې د افغان سفیر له لوري تهدید شو

تاند- په سویډن کې د افغانستان سفیر د خپل سفارت د هغه متعصب کارکوونکي په کلکه دفاع وکړه چې په وروستیو ورځو کې یې یوه افغان ته د پښتنو په اړه سپکې سپورې ویلې وې. سفیر حمید هامي، بې له دې چې تحقیق وکړي او حتي د سرور ستانکزي له لوري خپره شوې اډیو –…

نور

د افغانستان د ښکلا او بې رحمیو عکاسي

تاند- مشهور امریکايي عکاس او لیکوال سټيف مکوري*، چې په افغانستان کې یې ۴۰ کاله په عکاسۍ تېر کړي، په وروستیو کې د افغانستان د عکسونو ټولګه په یوه کتاب کې چاپ کړې ده. د دې کتاب نوم (افغانستان) دی. د مکوري (Steve McCurry) په شهکار عکسونو کې یو هم د شربت ګلې عکس دی…

نور

ټولو افغانانو ته به د ویکیپېډیا لیدل وړیا شي

تاند- افغانان به په لنډو ورځو کې په خپلو موبایل ټېلفونونو کې ویکیپېډیا کتلی شي. د بریتانیا (مېل) ورځپاڼې نن /سې شنبه/ راپور ورکړ چې د انلاین ویکیپېډیا او د یوې موبایل ټېلفون کمپنۍ ترمنځ د موافقې په نتیجه کې به په ملیونونه افغانان د ویکیپېډیا معلومات وړیا؛ بې له دې چې د انترنیټ مصرف…

نور

طالبانو په غزني کې د موبایل شبکو ۳ انتنونه ویجاړ کړي

تاند- وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې د مخابراتي شبکو ۳ برجونه نړولي او په زرګونو خلک یې د موبایل ټېلفون په وسیله له خپلو دوستانو او خپلوانو سره له تماس نیولو محروم کړي دي. وسله والو طالبانو په ځانګړي ډول وروسته له دې چې مشر یې ملا هیبة الله اعلان وکړ چې طالبان…

نور

د حزب اسلامي امیر: راشئ د بحران حل په رڼو او عادلانه ټاکنو کې ولټوو

۱۳۹۶/میزان/۱۷ د حزب اسلامي امیر د پکتیا ولایت له یو شمېر جهادي قوماندانانو، قومي او ولسي شخصیتونو او د کابل د آتمې ناحیې اړوند یو شمېر ګذر وکیلانو سره وکتل او د هېواد په سیاسي او امنیتي وضیعت، را روانو ټاکنو او یو شمېر نورو ملي موضوعاتو یې خبرې وکړې. په دغه کتنې کې د…

نور

په پکتیکا کې د اداري او حسابداري انستیتوت ډبره کېښودل شوه.

په پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د دغه ولایت د والي محمد الیاس وحدت په لاسونو د اداري او حسابداري انستیتوت ډبره نن د تلې په شلمه د یوشمیر مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه. د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل: د پخوا په شان د پوهنې ریاست اړوند ټولو چارور لا ښه…

نور

د بهسودو دوهم پُل لاجوړ نه دی چې بیرته ونړیده

ناصرخان شیرزی | د ننګرهار ولایت د بهسودو په سیند باندې څو لسیزې وړاندې لومړی پُل جوړ شوی چې په دې وروستیو کې د پُل ځیني برخې خرابې شوې او خلکو ته په تګ راتګ کې ډيرې ستونزې وي . افغان دولت  د خلکو تر غوښتنو وروسته د بهسودو دوهم پُل منظور کړ چې کال…

نور

د مخابراتو وزارت وايي، د انترنیټ بیه به تر ۸۰ سلنې ټیټه کړي

تاند- د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ولسمشر غني په سپارښتنه پر یوه داسې پلان کار کوي چې په هیواد کې د انترنیټي خدماتو بیه خورا ټیټه شي. د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویندوی نجیب ننګیال وايي، د دې پلان پر اساس به په راتلونکو ۳ میاشتو کې د…

نور