Categories

Daily Archives: August 19, 2017

بدمعاش زوی| نورسعید

مور او زوی له ما مخکنیو څوکیو کې کښېناستل. دواړه غلي وو. زوی د لندن ښاري دوه چته بس له کړکۍ بهر د خلکو، بلکې د ښځو ګڼې ګوڼې ته کتل. مور یې ناڅاپه پر سترګو لاس ورونیو. شېبه وروسته بېرته خپلو فکرونه کې ډوبه کښېناسته. د مور د لاس له لرې کېدو سره سم…

نور

ټرمپ وايي، د افغانستان په اړه یې پرېکړه کړې ده

تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، د ده حکومت په دې اړه چې د افغانستان د جګړې په وړاندې باید څه وکړي، له اوږده انتظار او بحثه وروسته پرېکړه وکړه. ولسمشر ټرمپ په کمپ ډیویډ کې له خپل امنیتي ټیم او جنرالانو سره له خبرو یوه ورځ وروسته نن /شنبه/ په ټویټر کې لیکلي«په…

نور

ولسمشر غني په هرات کې: د پاچا امان الله خان د تاریخي فصل د بشپړولو وخت دی

تاند- ولسمشر غني نن /شنبه/ په هرات کې د نساجي فابریکې د پرانیستنې په مراسمو کې وویل، د پاچا امان الله خان د تاریخي فصل د بشپړولو وخت دی. ښاغلي غني چې، د افغانستان د خپلواکۍ له ۹۸ کالیزې سره په یو وخت هرات ښار ته تللی، وویل «نن دوې پېښې له یو بل سره…

نور

خپلواکي او ترشاه یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته واخېسته او اوس هر کال د زمري ۲۸ په افغانستان کې په شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي، خو موږ افغانان غازي امان الله خان د نوم او څېرې ورهاخو څومره پېژنو؟ څومره مو ددې تصویر…

نور

 د تحقیق اصول (۷برخه) لیکوال:سیداصغر هاشمي

د تخلیق د عروج مرحله په ساینسي او اجتماعي علومو کې تخلیق خاص ارزښت لري. د تحقیقاتو د پرمختګ اساسي لامل تخلیقاتي کارونه دي. په اجتماعي علومو کې ادبیات که په نظر کې ونیسو، ټول شعري ډولونه او هنري نثر ډولونه د عروج مرحله لري. تخلیقات خاص استعداد او ذکاوت غواړي او د عروج او…

نور

د آزادۍ او خپلواکۍ په اړه پوهان څه وايي؟

ژباړن: حسیب الرحمن نورمل آزادي په يوه کس پورې تړلې نه ده، د ټولو مال دى. (اسپنسر) آزادي دې ته نه وايي چې څه دې زړه غواړي هغه کوه، بلکې ازادي هغه ده چې د څه حق درکړل شوی وي هغه ترسره کړې. (وېکټور کوزن) که یو ملت تر خپلې آزادۍ بل څه ښه او…

نور

ټیلرسن افغانانو ته د خپلواکۍ د ۹۸ کالیزې مبارکي وویله

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن افغانانو ته د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وویله. ټیلرسن د افغانانو مقاومت او جرات ستایلی او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره یې خوشبیني څرګنده کړې ده. ټیلرسن په یوه اعلامیه کې ویلي«د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت له لوري غواړم چې افغانانو…

نور

د امریکا د قواوو مرکزي قوماندان د پاکستان له صدراعظم او لوی درستیز سره خبرې وکړې

تاند- د امریکا په کمپ دیویډ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو پر نوې ستراتیژۍ له غوره څو ساعته وروسته د دغه هیواد د قواوو مرکزي قوماندان جنرال جوزیف ووټل نن /شنبه/ د پاکستان له صدراعظم، د پوځ له لوی درستیز او نورو چارواکو سره ولیدل. پاکستاني رسنۍ وايي چې جنرال ووټل…

نور