Categories

Daily Archives: August 13, 2017

امریکا وايي، په افغانستان کې یې د داعش تر ټولو لوی قوماندان وژلی

تاند- امریکا وايي چې په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت د منځنۍ اسیا تر ټولو لوی قوماندان په هوايي حمله کې وژل شوی دی. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن هم تایید کړه چې په افغانستان کې د داعش لوی قوماندان عبدالرحمن د اګست په لسمه /پنجشنبه/ وژل…

نور

د کندهار د یکشنبې خبرونه

کامله صديقي: د کندهاري سوداګرو ستونزي له ولسمشر سره شريکوم نېټه: ١٣٩۶-۵-۲۲ کندهار، افغانستان- د سوداګرۍ او صنايع وزارت مرستيالي کاملې صديقي نن سهار کندهار ته سفر وکړ او په ولايت مقام کي يې د سوداګرو ستونزي، غوښتني او وړانديزونه واورېدل. غونډه د کندهار ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان په مشري جوړه سوې…

نور

د جنرال دوستم یو زوی د شبرغان د فرقې قوماندان وټاکل شو

تاند- د عبدالرشید دوستم زوی یار محمد دوستم په شبرغان کې د ښاري ګارنیزیون قوماندان وټاکل شو. د شنبې په ورځ شبرغان د ګارنیزیون د قوماندان په توګه د یارمحمد د معرفۍ په مراسمو کې د جوزجان والي لطف الله عزیزي د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په دې وستایه چې د ده په…

نور

د ننګرهار د یکشنبې خبرونه

د ننګرهار والي په مشرۍ د دې ولایت د امنیت شورا غونډه ترسره شوه . د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د دې ولایت د امنیت شورا غونډه ترسره شوه،چې په کې د خپلواکۍ د اته نویمې کلیزې د ښې نمانځنې په موخه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې. یاده…

نور

په بلخ ولایت کې د کوکنارو کښت څلور برابره زیات شوی

تاند- په بلخ ولایت کې سږ کال د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت څلور برابره زیات شوی دی. د نوې کرښې په نوم موسسې نن /یکشنبه/ وویل چې په بلخ ولایت کې د ناامنۍ د زیاتېدو او د مخدرو موادو د قاچاقبرو او ترهګرو په تشویق د کوکنارو کښت زیات شوی دی. د…

نور

زما خوشحالي/محمدخالص ادیب

پس له ډېره وخته خوشحاله وم، نه پوهېږم ولې؟! ځکه؛ زه او خوشحالي کلونه کېدل، له یو بل نه لرې و، لارې مو سره بېلې وې، هېڅ مو سره نه پېژندل. کور ته راغلم، غوښتل مې جامې بدلې کړم، د المارۍ یوه پله مې خلاصه کړه، د هغو عطرو بوی مې حس کړ، چې زما…

نور

موقف ما در قبال فتنه و جنگ موجود افغانستان چه باید باشد؟

مصدق سهاک|| حوادث این روزهای افغانستان قلب هر انسانی را به لرزه در می‌آورد. صحنه‌های از خون‌ریزی، ویرانی، حملات انفجاری و انتحاری، جنازه‌های کودکان و زنان و جوانان، خانه‌های ویران شده، حال و احوالِ این روزهای افغانستان است. ما هر روز شاهد کشتار سیل آسیای مردم تحت نام‌های گوناگون می‌باشیم: گروهی تحت نام نیروهای دولتی…

نور

طالبان وايي، په میرزااولنګ کې هیڅ ملکي نه دی وژل شوی

تاند- وسله وال طالبان د سرپل ولایت په میرزااولنګ سیمه کې د لسګونو ملکیانو د وژل کېدو خبر په کلکه ردوي. د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد فارس ټوډې اژانس ته نن /یکشنبه/ وویل«دا خبر چورلټ دروغ دی چې په میرزااولنګ کې ملکیان وژل شوي دي.» مجاهد تاکید کوي چې د جګړې په مهال یوازې…

نور