Categories

Daily Archives: August 8, 2017

طالبانو د سرپل په میرزااولنګ کې ۲۳۵ ملکیان خوشي کړل

تاند- طالبانو د سرپل ولایت په میرزااولنګ سیمه کې ۲۳۵ ملکیان، چې د شنبې په ورځ یې د یرغل په مهال یرغمل کړي ول، نن /سې شنبه/ خوشي کړل. د سرپل د والي ویندوی ذبیح الله اماني فرانس پریس خبري اژانس ته وویل«نن ماخوستن ۲۳۵ تنه ماشومان، ښځې او نارینه د ولایتي ادارې او قومي…

نور

د کب انځور (لنډه کیسه) لیکوال: اکبر کرګر

له لږ تم نه وروسته ښارې ترين په تم ځاى کې ودريد، دتل په څير په چټکۍ ورپورته شوم، ترين دا مهال خالي وو. نه خو دسهار بيروبار اونه دمازديگر شور اومنډې وي، بس غلي په څوکۍ کښيناستم. دوه درې کسان مخامخ ناست وو. دبيلابيلو عمرونو کسان بريښيدل، خو زما دڅوکۍ نه دوه څوکۍ اخوا…

نور

په سویس کې د «خوب» په نوم کنسرت

تاند- په سویس کې د یوه تولیدي شرکت له لوري عحیب و غریب کنسرت جوړېږي. دا کنسرت، چې د خوب کنسرت نومېږي، د کلاسیک موسیقي لومړنی کنسرت دی چې په دې ډول اجرا کېږي. د کنسرت جالبوالی په دې کې دی چې د شپې په دولس بجې پیلېږي او د سهار تر ۸ بجو دوام…

نور

قانون ته مخامخ|| لیکوال: فرانتس کافکا

ژباړن: حیات الله ژوند|| قانون ته مخامخ یو ساتونکی ولاړ دی. یو کلیوال سړی ساتونکي ته ورځي او هيله ترې کوي، چې دننه يې پرېږدي؛ خو ساتونکی ورته وايي چې اوس يې دننه پرېښودلی نه شي. سړی تر لږ ځنډ ورسته ترې بیا پوښتي، چې څه شېپه وروسته اجازه ورکولی شي؟ ساتونکی وايي: «ښايي؛ خو…

نور

د سيد اصغر هاشمي «غوره فکرونه» اثر په انګليسي او فارسي وژباړل شو

بصيرالحق عادل سیداصغر هاشمي د لسګونو کتابونه لیکوال دی، د ده څو کتابونه په نورو ژبو وژباړل شو چې دا دی غوره فکرونه اثر یې  ادبي ټوټې دي او هره ادبي ټوټه یې د ځانګړي پیغام درلودونکې ده، د لومړي ځل لپاره په فارسی د (افکار ناب) په نامه پوهنمل مومنه درانۍ وژباړه او انګلیسي…

نور

د سکرمنټو په ښار کې د افغانانو د کلتوري ټولنې غونډه

ولي الله ملکزی|| د کلیفورنیا په پلازمینې سکرمینټو کی د افغان کلتوري ټولنې غړو خپله دوهمه غونډه جوړه کړه، چیرته چې ګڼ شمیر مشرانو، ځوانانو  فرهنګیانو په کې برخه اخیستی وه. په پیل کې د ټولنې مشر ولي الله ملکزی، ګډون والو ته د اختر د مبارکۍ په ترڅ کې ددې ټولنې په موخو،‌ د…

نور

نامالوم برخلیک|| خالد حفیظ

په داسې یو هیواد کې چې لسېزو جګړو ځپلې وې طبعا هلته هر څه غیر نورمال وې او ددې ټولو کارونو سمونه یو اندازه وخت ته اړتیا لري حتا کلوونه به په بر کې ونیسي.  هغه ټولنې چې بې ثباته وې امنیتې وضعیت یې ښه نه وې هلته داسې جګړې او کشمکشونه د نورو هیوادونو…

نور

د درواغو، که خالي لاسونو پېغور؟

ډاکټر فرقان احمد توقير حکمتيار صاحب موږ ته د جهاد مشر، تنظيمي ليډر، زړور جنګيالی، سرتېری مجاهد، نوښتګر انجنير او د اثارو په مټ ملا، مفسر، فقيه، ليکوال، اديب او په وروستيو کې شاعر را پېژندل شوی دی. شاعر مې ځکه وويل چې څو کاله وړاندې يې د لومړني شعر هرکلي ته په شمشتو کې…

نور