Categories

Daily Archives: August 6, 2017

د درو وزارتونو لپاره وزیران ونومول شول

تاند- د افغانستان ولسمشر د اقتصاد، مخابراتو او فواید عامې وزارتونو ته نوماندان معرفي کړل. د ارګ سرچینې وايي چې مصطفي مستور د اقتصاد، شهزاد اریوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او یما یاري د فواید عامې د وزیرانو په توګه نومول شوي دي. د اساسي قانون د ٦٤مې مادې له مخې، وزيران د ولسمشر…

نور

څو کرښې/محمد خالص ادیب

په څوکۍ کې مې ځان راټول کړ، د میز په سر مې دې کمپیوټر له کیبورد څخه ګوتې پورته کړې، نیکتايي مې سمه کړه، سارا مې په څنګ کې ناسته وه، ورو مې ورته وویل: “یوه شېبه صبر وکړه! زه دې دوی کورنۍ دنده ولیکم” سارا د سر په خوځولو سره دې “هو” اشاره وکړه،…

نور

ایران، افغانستان ته په سپکه سترګه وکتل! || احسان الله ارینزی

د اووه لسمې پېړۍ تر لومړنیو لسیسزو پورې چې نړۍ په زورورو سترواکیو (امپراطوریو) او کمزوره ولسونو وېشل شوې وه، د هېوادونو تر منځ د برابرو حقونو تګلاره نه عملي کېده او ځینو به د زر، زور او چل خبرې کولې؛ خو په اروپا کې د 17 پېړۍ د نیمایي کلونو پرله پسې جګړو، دا…

نور

نازي سلامۍ ۲ چینایانو ته غم جوړ کړ

تاند- دوه چینايي سیلانیان، چې په جرمني کې یې د هیتلر د دورې په شان د سلامۍ پېښې کړې وې، ونیول شول. نیول شویو چینايي سیلانیانو دا اکت د جرمني د پارلمان د ودانۍ مخته وکړ او سمدستي د پولیسو له لوري ونیول شول. د جرمني د نازیانو پوځي سلامي، چې په عکس کې یې…

نور

د جنرال دوستم او د «قاتلانو » د ايتلاف په اړه د واشنګټن پوسټ لیکنه

«د قاتلانو ايتلاف: پخواني جګړه ماران د افغانستان د ژغورنې ژمنه کوي.» دا له مزارشریف څخه د مکس بیراک په قلم د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د تبصرې سرلیک دی چې نن /یکشنبه/ یې خپر کړې ده. په دې لیکنه کې راغلي: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې دی په نړۍ کې تر ټولوسخته…

نور

د کابل د امنیت لپاره شپږ میاشتنی پلان جوړ شوی

تاند- په کابل کې له وروستیو خونړیو انتحاري حملووروسته، چې په سلګونو کسان پکې ووژل شول، افغان چارواکو د پلازمېنې د دیپلوماتیکې سیمې امنیت سخت کړی دی. دوې میاشتې پخوا د مې په ۳۱ مه د کابل په زنبق څلور لاره کې د ټانکر په وسیله انتحاري حملې ۱۵۰ تنه ووژل. د کابل د امنیه…

نور

د ننګرهار د یکشنبې خبرونه

ننګرهار والي امنیتي منسوبینو ته د خپلواکۍ د ۹۸یمې کلیزې د ښې نمانځنې په موخه د پوره چمتووالې سپارښتنه وکړه. سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولایت د امنیت شورا په غونډه کې امنیتي منسوبینو ته سپارښتنه وکړه،ترڅو د خپلواکۍ د ۹۸یمې کلیزې د نمانځنې په موخه جدي امنیتي تدابیر ونیسي…

نور

راستنېدل (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

يوه شېبه تم شو، د لکڼې په مرسته يې د ملا شخي ويستله، وړاندې  دوه اس سپاره د سهار په خړه  څنګ په څنګ ګړندي روان را وو، د اس له پښو يې نري ګردونه هواته پورته کېدل، لاروى بېرته روان شو، غوږونو ته يې يوازې د اسونو د نالونو منظم کړپ او کړوپ رسېده،…

نور