Categories

Daily Archives: July 13, 2017

د ننګرهار د پنجشنبې خبرونه

د ځمکنیو بريدنو ترڅنګ پر داعش د لا زیاتو هوایي بریدونو د ترسره کولو غوښتنه وشوه . سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وسله وال پوځ د لوی درستیز ډګرجنرال محمد شریف یفتلي سره د ویډیو کنفرانس پر مهال غوښتنه وکړه، ترڅو په ننګرهار کې د داعش پر پټنځایونو د ځمکنیو بریدونو…

نور

د ویستینګاوس نوی تلویزیون له نویو امکاناتو سره

ویستینګهاوس امریکايی کمپنۍ یو نوی تلویزیون جوړ او نن /پنجشنبه/ یې بازار ته وړاندې کړ. دا تلویزیون، چې (Element) نومېږي، ایچ ډي دی او ډېر امکانات لري؛ لکه 4K Ultra (HBO)، (Netflix)، (Hulu)، (Amazon Prime Video) (SHOWTIME) له بلوتوت سره وصل کېږي، د لایف (ژوندی) ستریم امکانات لري. د دغه تلویزیون په اړه څو میاشتې…

نور

د عراق سفیر؛ د افغانستان او عراق داعشیان یوازې په وحشت کې سره ورته دي

تاند- په افغانستان کې د عراق سفیر وايي، د عراق او افغانستان داعشیان یوازې په وحشي توب کې سره ورته والی لري. په کابل کې د عراق سفیر فرزدق زهیر الغلاوي – چې نن /پنجشنبه/ له داعش یا اسلامي دولت څخه د موصل ښار د ازادېدو په مناسبت خبریالان یوې غونډې ته وربللي ول- وویل،…

نور

د جرمني ولسمشر واييو باید له طالبانو سره تفاهم وشي

تاند- د جرمني ولسمشر فرانک شتاین مایر نن /پنجشنبه/ په کابل کې له ولسمشر غني سره له کتنې وروسته له طالبانو سره د پخلاینې پر ضرورت تاکید وکړ. شتاین مایر، چې پخوا د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر و، افغانستان ته خپل سفر له بلخ ولایته پیل کړ. ده په مزارشریف کې له جرمن…

نور

ولې نظام سازي؟ || نقيب احمد عزيزي

د دې خبرې په ياد ساتل بې‌ګټې نه دي چې هر انسان خپل تشخص لري. سمه ده چې انسانان مشترکات هم لري، مګر د مشترکاتو لرل د مشخصاتو د لغوې يا نفې معنا نه لري. همدا ډول مشخصات يا ځانګړنې د اختلافاتو او بېلښتونو معنا هم نه لري. خپل تشخص کابو هر څوک لري، خو…

نور

د پاکستان د مدرسو د سختدریځو ځای د پوهنتونونو محصلان نیسي

تاند- د پاکستان د سند صوبې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په دې اندېښنه ښکاره کړه چې سختدریځي او افراطیت له مدرسو څخه پوهنتونونو ته سرایت کړی دی. د دې ادارې متخصصانو په کراچۍ کې یوې غونډې ته وویل چې په سختدریځۍ کې د مدرسو ځای د پوهنتونونو محصلان نیسي. په دې غونډه کې…

نور

د یوه کارګر د پښې ګوته د هغه د لاس له ګوتې سره پیوند شوه

تاند- د استرالیا په لوېدیځ کې د یوه کارګر د لاس د بټې ګوتې پر ځای د پښې بټه ګوته پیوند کړای شوه. د دغه ۲۰ کلن کارګر د لاس بټه ګوته درې میاشتې پخوا سخته ژوبله شوې وه؛ تر دې چې باید غوڅه شوې وای. دغه کارګر زک میچل نومېږي؛ دی د پېښې په…

نور

د امپراتورۍ پيغام/ لیکوال: فرانتس کافکا

ژباړن: حیات الله ژوند – وايي چې امپراتور د ځنکدن په حال کې درته، یوازې تا ناڅیزه رعیت ته، ته چې د هغه د امپراتورۍ د لمر په مقابل کې کوچنی سیوری حسابېږې او خورا لرې سيمې ته دې پنا هم وړې، هو! همدا تا ته پيغام درلېږلی. امپراتور له قاصد (پيغام رسوونکي) نه غوښتي،…

نور