Categories

Daily Archives: July 11, 2017

په پاکستان کې د چای ولا د هویت افشا کېدو بحثونه پارولي

تاند- په پاکستان کې د ارشد خان په نوم د چای پلورونکي په اړه بحثونه یو وار بیا وروسته له دې راپورته شول چې پنجابیانو ته څرګنده شوه چې نوموړی د افغانستان افغان دی. ارشدخان هغه مهال د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې مشهور شو چې یوې خبریالې یې د شنو سترګو عکس خپور کړ.…

نور

د امریکا سفیر وايي، د دوستم خلاف تورونه جدي دي او باید وڅېړل شي

تاند- په افغانستان کې د امریکا سرپرست سفیر د جنرال دوستم پر ضد د لویې څارنوالۍ د تحقیقاتو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې هیڅوک باید په هیڅ ځای کې تر قانون لوړ نه وي. هوګو لورینس نن /سې شنبه/ وویل، د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال عیدالرشید دوستم پر ضد د جنسي تېري…

نور

د هنر اوپرہ بنسټونه|| اجمل ښکلی

پخوانو فکر کاوه، چې د ژوند تېرولو ځينې بنسټونه د زمان و مکان له اغېزه ماورا دي. دا بنسټونه له پيله همداسې راروان دي او په راتلونکې کې به هم بدلون ونه کړي. پخوانو سره د اصولو په اړه دا ذهنيت و، چې دا به د قيامت تر ورځې ثابت وي. پر دې بنسټ دا…

نور

ولسمشر غني: په سلګونو افغان پېلوټان په امریکا کې روزل کېږي

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /سې شنبه/ وویل چې په سلګونو افغان پېلوټان په امریکا کې تر روزنې لاندې دي. ولسمشر غني وویل چې د امریکا ولسمشر د افغانستان له هوايي ځواک سره د ۸۶۰ ملیون ډالرو مرسته کړې او تر ۲۰۱۸ م کال پورې به افغان هوايي ځواک په امریکايي الوتکو…

نور

د شین جین سیمه|| ناصرخان شیرزی

د چين د شین جین د چين او افغانستان تر منځ په سرحدی سيمه کې پ روت دی او  د واخان دهليز هم د شین جین څخه د افغانستان بدخشان ولايت ته رسيږي. له دغې سیمې څخه رسنیو ته وخت ناوخت  د مسلمانو اويغورانو او هان چينايانو ترمنځ د  تاوتریخوالي راپورونه هم ورکول کیږي. همداشان…

نور

د لومړي ځل لپاره یوه سعودي چارواکي په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنو ته د انتقاد ګوته ونیوله

تاند- په یوه استثنايي اقدام کې د سعودي عربستان یوه چارواکي د پاکستان له لوري په افغانستان کې د ترهګرو د ملاتړ مخالفت وکړ. د ابنا خبري چاینل د راپور له مخې، په کابل کې د سعودي عربستان پخواني سفیر مسفیر بن عبدالرحمن الغاثب الجزیرې ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل چې د کابل او…

نور

له مریلیبون سره د افغانستان لوبه بې نتیجې شوه

تفصیل اړوند مطالب په کابل کې د افغانستان د کرکټ د اتلانو د اتلولۍ هرکلی کېږي د افغانستان ټیم نن له کینیا سره وروستۍ ۲۰ اوریزه مسابقه کوي د افغانستان د ولسمشرۍ ابتدایي نتیجې به نن ماسپښین اعلان شي افغانستان وايي د مسکو درې اړخیزه غونډه بې نتیجې ده…

نور

د څارویو د درد معلوموونکی سافټ وېر جوړ شو

تاند- د کیمریج پوهنتون څېړونکو داسي سافټ وېر یا نرمکالی جوړ کړی چې د کورنیو او اهلي څارویو درد تشخیصولی شي. د بریتانیا د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، دا سافټ وېر چې مصنوعي مازغه لري، د پسونو په مخ کې ۵ حالتونه پېژندلی شي او دا معلوموي چې ایا دا حیوان درد لري…

نور