Categories

Daily Archives: June 15, 2017

د کابل پر الزهرا جومات په تروریستي برید کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي

تاند- د وروستي راپور له مخې، د کابل د لوېدیځ د دشت برچي سیمې د شیعه ګانو پر الزهرا جومات په تروریستی برید کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي. امنیتي چارواکو تایید کړه چې په دې برید کې دوو انتحاري حمله کوونکو برخه لرله. لومړني حمله کوونکي د جومات په…

نور

د روژې اتمه/ پاڅون

سړي دوه ځله پیسې و شمېرلې ۳۰۰ پوره وې. خپل د ورغوو ټڼاکو ته یې و کتل څو ګامه ها خوا یوه لښتي ته کښېناست لاسونه یې ور غوټه کړه، یوه خیرنه څپه مخ کښته ولاړه. رڼې اوبه د سړي پر مخ سر او ږیره و بهیدې. ولاړ سو پټو یې پر سر سایوان کړ…

نور

د ننګرهار د پنجشنبې خبرونه

چپرهار ولسوالۍ د داعش له شتون څخه په بشپړ ډول پاکه شوه . ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ګډو کورنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په بشپړ ډول پاکه او امنیتي ځواکونو په پچیراګام ولسوالۍ کې د دوی د لمنځه وړلو په موخه عملیات پیل کړل .…

نور

په کابل کې مترو بسونو په کار پیل وکړ

تاند- په کابل کې د عامه ترانسپورت د وضعیت د ښه کېدو لپاره د مترو بسونو د پروژې د لومړی پړاو کار نن /پنجشنبه/ پیلېږي. د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزۍ خبریالانو ته وویل، د دې پروژې لومړی پړاو به نن پیل شي او په یوه کال کې به بشپړ شي. د حبیبزي په وینا…

نور

ولې باید کتاب ولولو؟/ وږمه وردک

لیکواله: وږمه وردک   له ځانه وپوښتئ، وروستی ځل مې چې کتاب یا کومه مقاله لوستې، څه وخت و؟ کتاب لوستل د نورو عادي چارو په څېر ستاسو ورځنی عادت دی، کنه؟ یوې څېړنې ښودلې، له هرو پنځو کسانو یو كس، په ۱۲ میاشتو کې ان یو کتاب هم نه لولي. امریکایی لیکوال جورج آر…

نور

د امریکا دفاع وزیر د افغانستان د حالاتو پړه د اوباما په غاړه واچوله

تاند- د متحدو ایالتونو دفاع وزیر د چهار شنبې په ورځ د کانګریس د سنا جرګې د تدارکاتو کمېټې ته په وینا کې د افغانستان د اوسني بد وضعیت مسوولیت د پخواني ولسمشر بارک اوباما په غاړه واچاوه. جېمز ماتیس وویل، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ د…

نور

چین وايي، د افغانستان سوله د سیمې او ګاونډیو هیوادونو لپاره زښت مهم دی

تاند- د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی لوکنګ د چهارشنبې په ورځ /جون ۱۴/ وویل، د افغانستان سوله او پرمختګ د سیمې او ګاونډیو هیوادونو لپاره خورا مهم دي. ده په یوه خبري غونډه کې وویل«د همدې لپاره موږ وایو چې هر اقدام باید د افغانستان ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي…

نور

هغه خبیثه دایره چې افغانان پکې راګیر دي خو نه ورباندې پوهیږي

محمد عارف رسولي –  د هیواد اوسنی حالت هر با عزته او با ایمانه افغان ژړوي. که تاسو ګوری افغانان د ستونزو د ریښه ییزو لاملونو په ځای په علامو پسې سرګردانه دي. زیات یې د خپل دولت د ماتیدونکي حالت په عواملو، دا چې څنګه له دې حالت څخه راوتلای شو، په لنډ مهال،…

نور