Categories

Daily Archives: June 14, 2017

له زاړه فرهنګه استفاده/ اجمل ښکلى

هر نظام د خپل جوړښت له مخې له ادبياتو نه غوښتنې لري. که مستبد نظام وي، ازادپال ادبيات خپرېدو ته نه پرېږدي. که ملتپال رنګ پرې غالب وي، ناسيونالست ادبيات پالي او که مذهبي رنګ پرې غالب وي، له ادب نه مذهبي خبرې غواړي. که نظام دموکراتيک وي، داسې ادبيات غواړي، چې د فردي فکر…

نور

جېمز ماتیس وايي، ولسمشر ټرمپ د افغانستان د ستراتیژۍ واک وروسپاره

تاند- د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس نن /چهارشنبه/ وویل چې ولسمشر ټرمپ واک ورسپارلی چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر او ستراتیژۍ د بدلولو په اړه پرېکړه وکړي. تر دې وړاندې نن امریکايي رسنیو ویلي و چې سپینې ماڼۍ دفاع وزیر ماتیس ته واک ورکړی چې افغانستان ته د نورو امریکايي…

نور

د افغانستان او پاکستان سرحدي قوماندانانو موافقه وکړه چې سرحدي ستونزې به په خبرو حل کړي

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان او پاکستان پوځي قوماندانانو موافقه وکړه چې د خبرو له لارې به د سرحدي کلیو مسلې له اختره وروسته حل کړي. د اې این آی خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د شمالي لوا قوماندان جنرال ندیم سهیل او د سرحدي قول اردو قوماندان ډګروال عثمان د…

نور

داعش ډلې په ننګرهار کې له سختې جګړې وروسته توره بوړه ونیوله

تاند- داعش یا د اسلامي دولت وسله واله سختدریځه ډله توانېدلې چې په ننګرهار کې د القاعده شبکې پخوانی مهم مرکز توره بوړه ونیسي. راپورونه وايي چې اوس د داعش غړي د خوږیاڼي ولسوالي په وزیرو تنګي کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي. د سیمې اوسېدونکو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې داعشیانو…

نور

پارلمان هېواد ته ۸۰۰ میلیون ډالره زیان واړاوه

د اتل ځواک لیکنه – د نن تبصره د افغانستان ولسي جرګې د وروستیو بې فکره پرېکړو پر بنسټ د افغانستان اقتصاد ته ۸۰۰ میلیون ډالره زیان واړوه. دغه زیان افغانستان ته تر هغې وروسته واوښت چې ولسي جرګې د دوشنبې پر ورځ د حکومت له لوري پر الکوزي شرکت د ۱۴۳ جریبه ځمکې پلور…

نور

په پکتیکا کې چاودنې ۴ ماشومان او یوه ښځه ووژل

تاند- د پکتیکا په جاني خېل ولسوالي کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان په کور کې چاودنې د ښځو اوماشومانو په شمول ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي، په دې پېښه کې ۴ ماشومان او یوه ښځه شهیدان شوي او ۶ ماشومان او یوه ښځه ژوبل شوي دي.…

نور

د چینايي ځوان د لرګي بایسکل

فضل رحیم رحیم – د چین په ختيځ کې یو چینایي ځوان توانیدلی چې د لرګیو بایسکل جوړ کړي. دغه ځوان شين هاوو نومیږي او له یوه تلویزیوني چاینل سره یی په خبرو کې ویلي چې په شلو ورځو کې یې دا د لرګيو بایسکل تیارکړی دی. د دغه بایسکل پلنوالی( ۲۰۴) سانتي میتره او…

نور

یوه سپین پوستي په ویرجینیا کې د امریکا د کانګریس غړی وویشت

تاند- د امریکا د کانګریس جمهوریپال غړی ویپ سټیف سکالیس نن /چهارشنبه/ د ویرجینیا ایالت په الکساندریې کې د بیسبال لوبې د تمرین په مهال په ډزو ولګېد. د کانګریس د استازو جرګې اداري څانګه وايي چې په دې برید کې سکالیس ټپي شوی او له جدي خطر سره مخامخ نه دی. نوموړی د جورج…

نور