Categories

Daily Archives: June 12, 2017

په سعودي کې د سیګرېټو (ګناه مالیه) ۲ برابره شوه

تاند- په سعودي عربستان کې «د ګناه مالیه» په نوم د مالیې له وضع کېدو وروسته د سیګرېټو بیه دوه برابره شوې ده. د سعودي عربستان د رسنیو د راپورونو له مخې، وروسته له دې چې حکومت د ګناه مالیه په نوم مالیه اعلان کړې د سیګرېټو او شربتونو بیې دوه برابره لوړې شوي دي.…

نور

د مېرمن محقق د عکس خپرېدا له راز راز عکس العملونو سره مخامخ شو

تاند- د اجرايي رييس دوهم مرستیال محمد محقق په یوه استثنايي اقدام کې د خپلې مېرمن عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړ. د ښاغلي محقق دې اقدام د ډېرو خلکو پام په داسې حال کې ځان ته واړاوه چې افغان چارواکي په وروستیو ورځو کې د تروریستي بریدونو او ورپسې سیاسي اختلافاتو له کبله…

نور

د ماشومانو ذهني فشار يا سترس څنګه کابو کړو!؟ / ژباړه: احمدضيا فضلي

څو بېلابېلې لارې شتون لري، چې د هغو له مخې په ماشومانو کې ذهني فشار یا سترس کابو کولای شو؛ تفصیل اړوند مطالب د سترس یا ذهني فشار له منځه وړلو لپاره اړین خواړه له موبایل څخه سترس یا ذهني فشار رامنځته کېږي/ احمدضيا فضلي ذهني فشار مو داسې کابو کړئ!/ ژباړه: محمد حامد اکبري د…

نور

فرصت ( عجبه موقع ده) ژباړه: سېلاب

“ هر منفي حالت یو مثبت احتمال لري، چي فرصت ورته ویل کیږي، دا ستا د فکر په زاویې اړه لري، چي یوې پېښي ته څنګه ګورې. که چیري کمي منابعې ولرئ، دا به تاسو ته دا زمینه برابره کړي، چي نور کار هم وکړئ او منابعې زیاتي کړئ. د جګړې بایلل به مو په…

نور

د فلسفې او ادبیاتو اړیکه/ حبیب الله میرخېل

ادبیات او فلسفه د تاریخ په اوږدو کې تل د تعامل او راکړه ورکړې په حال کې وو، کله یو بل ته نیږدې او کله یې له یو بله فاصله ونیوه. د بشري فکري فعالیت د دغو دوو څانګو تر منځ د اړیکو ډول له ډېرې پخوا راهیسې تل د نظرخاوندانو ترمنځ د بحث ځای…

نور

د سپوږمۍ په شپه/ ليکوال: ضمير څار

شپه نيمه ده؛ ټول ويده دي؛ خو زه؟ زما سترګې نه سره ورځي… نه‌پوهېږم ولې؟ سر مې پر بالښت دی، لاسونه مې په دواړو اړخونو کې اوږده پراته دي او پښې مې جوړه غځېدلي: د يوې شيبې لپاره، ځان را ته مړی ښکاره شو – يوازې سر مې په ښي لوري، لکه د مړي، کوږ…

نور

افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې د طالبانو نه پخلاکېدونکي مشران به ځپي

تاند- افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې د طالبانو هغه مشران به ځپي چې په هیڅ صورت سوله نه مني. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف دا موافقه د قزاقستان په استانې کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې کړې ده. افغان او امریکايي چارواکي…

نور

حقاني شبکه وايي، د کابل او هرات حملې دوی نه دي کړي

تاند- د طالبانو د مشر لومړی مرستیال او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني وايي چې د کابل د زنبق څلور لارې او د هرات د جامع جومات چاودنې دوی نه دي کړي. د کابل د زنبق څلور لارې په چاودنه کې، چې د یوه ټانکر په وسیله وشوه، ۱۵۰ تنه افغانان، چې اکثره…

نور