Categories

Daily Archives: June 7, 2017

امریکايي چارواکي وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو پالیسي ممکن بدله کړي

تاند- امریکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د سولې د پروسې د ملاتړ په اړه د دوی پالیسي ممکن بدله شي. د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز ماتیس د استرالیا په کانبرا کې په زغرده وویل چې امریکا ممکن په افغانستان کې له طالبانو سره نور د سولې هلې ځلې پرېږدي. دې ته ورته څرګندونې…

نور

څېړنه، ارزښت او ځانګړنې/ پوهنیار سیداصغر هاشمي

څېړنه د حقايقو منظم لټون دی. الله تعالی انسانان اشرف المخلوقات پيداکړي دي، د دې توانايې ورکړې ده چې د ژوند پر ټولو برخو کې حقايق وپلټي او د حقيقت پر بنا ژوند تېر کړي. د څېړنې برکت دی چې ټوله نړۍ ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې ده او پرمختللي هېوادونه ځان…

نور

شاعرانه انځوګري یا ایماژېزم/ حبیب الله میرخېل

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یو شمېر لندن مېشتو اروپايي او امریکايي شاعرانو د فرانسې د سمبولېزم مکتب تر اغېز لاندې د یوه نوي مکتب بنسټ کېښود چې په ۱۹۱۲ کال د امریکايي لندن مېشت شاعر اېزرا پونډ (Ezra Pound) او ټي.اېس. الیوت له خوا ایماژېزم ونومول شو او په دې سره دغه دوه…

نور

مظاهرې ولې په تاوتريخوالي اوړي؟/ سپين روان نورزی

تقريباً له تيرو دريو کلونو را په دې خوا دا دريم لوي ولسي لاريون دی چې په وينو سور کېږي. په لومړي ځل په خوست ولايت کې د ۱۳۹۴ کال د وري ( حمل) مياشتې په ديارلسمه نېټه په هغه لاريون ځانمرګی بريد وشو چې د فساد پر ضد را بلل شوی و، په دويم…

نور

د جمعیت ځوان قشر د تعصب، لادینۍ، ایتیزم، ملي یووالي او افغانستان ضد افکارو په منګولو کې

م. نهضتیار –  د اسلام په مبارک دين کې تعصب ګناه ګڼل کیږی. څښتن تعالي په قرانکریم کې فرمایلي: مونږ تاسې ډلې او قبایل پیدا کړي یاست تر څو یو بل سره وپیژنئ خو په تاسو کې غوره هغه دی چې تقوی ولري. پیغمبر علیه السلام وايي هغه څوک چې تعصب کوي زمونږ له ډلې…

نور

مخابراتي خدماتو حق الخدمت ۱۰% فېس او د ولس انديښنې

انجينر عمران هدايت –     د مخابراتي خدماتو حق الخدمت فېس  په شفاف ډول راټولول او ولس ته د امکان تر حده اطمينان او ډاډګېرنه ورکول ډير زيات اړين دي. تر څو د دولت او ولس تر منځ واټن کم او د دولت د غښتلتيا سبب وګرځي. خو ستونزه له سره دا وو، چې د…

نور

په ای سي سي چمپين ټرافي کې د اسيايي لوبډلو مړژواندې هيلې

مبصر: بهارسمسور – د کرېکټ نړیوالې شورا په نوښت د کرېکټ نړۍ د ۸ مخکښو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ اتم پړاو چمپینزټرافي سیالۍ په انګلستان کې روانې دي دا سیالۍ ۱۸ ورځې دوام کوي. تفصیل اړوند مطالب د وردک ولایت د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې د دولس لوبډلو ترمنځ د فوټبال…

نور

پروسه ی صلح را مسخره نکنید!/ مصطفی عمرزی

یادآوری: این مقاله، بار نخست در شماره ی 171 مورخ دوشنبه 13 حوت سال 1394 شمسی در روزنامه ی خوب و به یادماندنی «سرخط»، منتشر شده است. تسلسل رویداد ها، مرا وداشتند در پیوندی که یافته است (مناسبتی) به منظور درک بهتر ناهنجاری ها، توجه هموطنان حساس در مسایل کلان ملی را با نشر دوباره…

نور