Categories

Daily Archives: May 19, 2017

ټاکنې تعلیمي بهیر او پر تحصیلي دوره یې اغېز/ نورمحمدثاقب

په تعلیمي دوره کې بېلا بېلې مداخلې د زده کوونکي د معیاري زده کړو په حاصلولو باندې ناوړه اغېز لري. دا منفي اغېز د ځوان د تحصیلي دورې بهیر هم ټاکنی کوي او ځوان د سترو ستونزو سره مخامخ کیږي. زما د تعلیمي (ابتدایه، متواسطه او لیسې) دورې په وخت کې زموږ کورنۍ د نورو…

نور

ویسټ انډیز د افغانستان په وړاندې خپل ټیم اعلان کړ

تاند- د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ د غوراوي پلاوي د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په وړاندې د ۳ شل اوره سیالیو لپاره خپل دیارلس کسیز ټیم اعلان کړ. تفصیل ولولئ اړوند مطالب ویسټ انډیز له افغانستان سره د خپلو سیالیو مهالوېش اعلان کړ ویسټ انډیز سریلانکا ته په ۷ ویکټونو ماتې ورکړه…

نور

په ترکیه کې مېشت افغان کډوال بیا وهل شوي او ښکنځل شوي دي

تاند – په ترکیه کې مېشت افغان کډوال وایي چې د ترکانو له خوا وهل کیږي، ښکنځلې ورته کیږي او په زور سره پرې کارونه کیږي. د ترکیې په استانبول ښار کې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، عمران، چې له خواوشا ۱۰ میاشتو راهیسې هلته اوسېږي تاند ته وویل، چې ترکانو هغوی…

نور

جنرال دوستم ترکیې ته تللی

 تاند- راپورونه وایي چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، چې پر احمد ایشچي د جنسي تېري او شکنجې تورونه پرې لګېدلي وو، بالاخره نن /جمعه/ تُرکیې ته لاړ. جنرال دوستم ته نژدې سرچینو تایید کړه چې نوموړی ترکیې ته تللی دی. دغو سرچینو ترکیې ته د جنرال دوستم د تګ د علت په…

نور

د نړۍ تر ټولو د لویې الوتکې بریالی الوت

تاند- د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه له یوې بدې تجربې وروسته په اسمان کې ښکاره شوه. دا الوتکه ایرلنډر ۱۰ (Airlander 10) نومېږي او په بریتامیا کې د (Hybrid Air Vehicles) کمپنۍ له لوري جوړه شوې ده. تېر کال دا الوتکه په دوهم تجربوي الوت کې د انګلیستان په کارډینګټن هوايي ډګر کې ولوېده.…

نور

په لوګر کې د ماین چاودنې ۱۱ تنه ووژل

د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالي کې د ماین د چاودنې په نتیجه کې د ۵ ماشومانو په شمول ۱۱ ملکیان ووژل شول. د محمد اغې ولسوال نصیر امین وویل، دا پېښه نن /جمعه/ غرمه هغه مهال وشوه چې د سپرلیو موټر د محمد اغې په زرغونښار کلي کې د دولت د وسله والو…

نور

ناټو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ۴ کلن پلان ملاتړ کوي

تاند- د ناټو سرمنشي د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د څلور کلن پلان له بشپړېدو سره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ. د ناټو تړون سرمنشۍ ینس ستولتنبرګ د ناټو تړون د مشرانو تر غونډې مخکې د افغانستان په اړه وویل چې ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت او د افغان ملي امنیتي او دفاعي…

نور

حی علی الحساب – د مجید قرار لیکنه

د طلوع د سعد محسني انګلیسي مقاله مې لوسته چې په پولیټیکو میګزین نومې امریکایي رسنۍ کې خپره شوې ده، طبق المعمول یې د افغانستان د بحران ټوله پړه پر پښتانه ور اړولې چې ګواکې واک یې انحصار کړی او نورو قومونو ته یې برخه نه ده ورکړې. له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې ده…

نور