Categories

Daily Archives: May 11, 2017

اروپايي اتحادیې ته په ۶۳ زره ورغلیو ماشومانو کې اکثره افغانان دي

تاند- د اروپايي اتحادیې د احصایې اداره وايي، تېر کال د دې اتحادیې غړیو هیوادونو ته تر ۶۳ زره زیات بې سرپرسته ماشومان ورغلي چې تر نیمايي زیات یې افغانان او سوریه وال دي. د اسوشیتید پریس خبري اژانس او ستندرد ورځپاڼې د راپور له مخې، د اروپايي اتحادیې د احصاییې ادارې وویل، په ۲۰۱۶…

نور

د جرمني صدراعظمه ګومان نه کوي چې افغانستان ته نور پوځیان واستوي

تاند- د جرمني صدراعظمه وايي، پوځیان به یې د افغانستان په شمال کې د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي خو فکر نه کوي چې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي. ټاکل شوط ده چې د روانې مې په ۲۵ مه د ناټو مشران په بروکسل کې د افغان ماموریت په اړه خبرې او پرېکړې…

نور

کورنۍ څنګه کولی شي چې په ماشومانو کې د مېړانې مثبت اړخونه وروزي؟

عمران لمر هرې ستونزې ته د حل لارې د پیدا کولو او بیا د هغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره په کار دی چې پیل یې له خپله ځانه وکړو.‌ تفصیل ولولئ اړوند مطالب په ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو د جنسي سو استفادې مخنیوی ډاکټرسباوون/له ماشومانو سره د جنسي مسلوپه هکله کله  خبرې…

نور

د لغمان پوهنتون استادانو ته د کورونو لپاره ځمکه ورکړل شوه

نن ورځ د ولایت مقام د غونډه په تالار کې تر ۶ کلن انتظار وروسته د لغمان پوهنتون ۵۳۳ استادانو ته د کور جوړونې په خاطر د لغمان والي عبدالجبار نعیمي او د ولایت مقام د مرستیال الحاج شهزاده مظلومیار په لاسونو یوه یوه نمره ځمکه ورکړل شوه. لغمان والي عبدالجبار نعیمي د پوهنتون ټولو…

نور

چين، کله چې ما ولید !؟ نسیم پښتون

هغه څه چې لیدلي او خوړلي نه وي، نظر پرې مه ورکوه! چین د یو داسې هېواد په توګه افغانانو کې پيژندل شوی چې حکومتي سیستم، افکار او مذهبي اړخ یې د کمونیزم د اصولو پراساس ولاړ دی. افغانستان کې هم ډير خلک همدا فکر کوي چې چین کې مذهبي ازادي نشته، خلکو ته د…

نور

عبدالغفور پېروز؛ د نن کافر، د سبا مؤمن/ ذبيح الله لېوال

محمد ارکون د اسلامي نړۍ معاصر پوه او عالم د دیني نصوصو څیړنې او تفسیر لپاره یوه ظاهرا نوې تاریخي_مقایسه یي تګلاره رامنځ ته کړې ده. په دې تګلاره کې، چې نص د زمان او مکان په قید کې تفسیر او څیړل کیږي، لیدل کیږي چې یو نص په دوو بیلو زمانو کې یو شان…

نور

نیکه (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

د افغانستان د تکړه ناول لیکوال نصیر احمد احمدي وروستی ناول (نیکه) په ۱۳ برخو کې د تاند لوستونکو ته وړاندې کېږي. لومړۍ برخه د ډول غږ يودم ودرېد، د نارينه وو غوړې څڼې د دوی پر خولو شويو ټنډو راکښته شوې، ښځو چېغې کړې، ماشومانو کورونو ته منډه واخيسته. د اتڼ ګرده داېره ماته…

نور

د دوو لانجمنو کلیو په اړه د افغان او پاکستاني پلاوو راپور کابل او اسلام اباد ته وسپارل شو

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې په سپین بولدک کې د لقمان او نظر کلیو په اړه د افغان او پاکستاني ټیمونو سروې بشپړه شوه او د هغې په اړه راپورونه یې د چهارشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو مرکزي حکومتونو ته ولېږل. د پاکستان د سرحدي ځواکونو یوه چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي«موږ د افغانستان…

نور