Categories

Daily Archives: May 7, 2017

په افغانستان کې د داعش مشر ووژل شو

تاند- په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې مشر د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو. ارګ نن /یکشنبه/ اعلان وکړ چې د داعش مشر عبدالحسیب په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی. د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې حسیب د داعش له…

نور

افغان چارواکو د یونیم سل افغان سرحدي ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه د پاکستاني جنرال ادعا په کلکه رد کړه

تاند- په کابل او کندهار کې افغان چارواکو د پاکستاني پوځیانو له لوري د یو نیم سل افغان سرحدي پولیسو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا په کلکه رد کړه. د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک نن /یکشنبه/ رسنیو ته وویل، پاکستاني جنرال ندیم لویه مبالغه کړې: «د افغانستان د کندهار د والي…

نور

شخص او ټولنیز بدلون/ ژباړ: حبیب الرحمن تاثیر

هر ماشوم په یوه کورنۍ کې زېږي او په یوه ټولنه کې روزل کېږي، دغه کورنۍ او دغه ټولنه د دغه ماشوم تربیت، پالنه او ساتنه کوي او هغه ځلوي، خو کله چې دغه ماشوم ځوان شي، نو بیا د ژوند ځینې مهمې پرېکړې کوي او دغه پرېکړې بیا د هغه کورنۍ او ټولنیز نظام…

نور

 په شېخ زاید پوهنتون کې د یوې څلورپوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې

د یکشنبې په ورځ د شېخ زاید پوهنتون د لیلیه محصلینو لپاره د متحده عربي اماراتو  په مالي مرسته د څه کم یو مېلیون امریکایي ډالرو په لګښت د یوې څلورپوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه  چې ساختماني چارې به یې په دوولسو میاشتو کې سرته ورسیږي. هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ…

نور

د ننګرهار د یکشنبې خبرونه

د ماشومانو نړیواله اداره په ننګرهار کې د نږدې ۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ۳ پروژو چارې پيل کوي . ننګرهار ولایت کې د ماشومانو نړیوالې ادارې مشر نقیب الله خاورین،سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال وویل،د یو میلیونه او اته سوه زره امریکایي ډالرو په…

نور

نجیب الله ازاد د ولسمشر مرستیال ویاند وټاکل شو

تاند- ارګ ماڼۍ اعلان وکړ چې د سیاسي چارو مبصر نجیب الله ازاد د ولسمشر مرستیال ویاند وټاکل شو. نجیب الله ازاد، چې د ولسمشرۍ د عامه اړیکو او ستراتیژیکو ارتباطاتو لوی مشاوریت یې د مرستیال ویندويۍ وړاندیز کړی و، ولسمشر غني تایید کړ.  ښاغلی ازاد په افغانستان کې د ناټو د سیاسي او فکلتوري…

نور

د ارواښاد پېروز فکر او مبارزه/  فرهاد داوري

مقدمه: ((د ستاینې پر مهال باید د یو چا نوم ته نه، بلکي د کار کیفیت ته وکتل سي)). ارواښاد عبدالغفور پېروز هره ټولنه چي فکري پېچومي، لوړي او ژوري، کږليچونه او تقابل ولري، په هغې ټولني کي فکري انحرافات زيات وي، د داسي ټولنو لپاره عمومي نسخې چي د فکري بنيادونو پر جوړولو ولاړي…

نور

پاکستان ادعا کوي چې ۵۰ افغان سرتېري یې وژلي او ۱۰۰ نور یې ژوبل کړي

تاند- پاکستان ادعا کوي چې ځواکونو یې په سپین بولدک – چمن کې پر افغان سرحدي ځواکونو په ځوابي برید کې ۵۰ افغان سرتېري وژلي او ۱۰۰ نور یې ژوبل کړي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې نن /یکشنبه/ په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د ملېشه ځواک د سرحدي قول اردو د قوماندان جنرال ندیم…

نور