Categories

Daily Archives: May 4, 2017

پینتاګون به راتلونکې اوونۍ افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو وړاندیز سپینې ماڼۍ ته وسپاري

تاند- د پینتاګون جګپوړي چارواکي وايي، تمه لري چې راتلونکې اوونۍ به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په اړه سپینې ماڼۍ ته وړاندیز واستوي. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د پینتاګون په وړاندیز کې به احتمالاً د اضافي پوځیانو د لېږلو غوښتنه هم شامله وي. د اژانس د…

نور

د حکمتيار راتګ ـ دارګ وينا/ سردارمحمد همدرد

کله چي دانجينر ګلبدين حکمتيار دراتګ خبره سوه په دي اړه بيلابيلي ګنګوسي راپورته سولې ډیرو دنظر خاوندانو بيلابيل تحليلونه وکړل خو اخير حکمتيار په ښکاره ډول را څرګند سوو دلغمان،ننګرهار له غونډو وروسته نن په ارګ کي وينا وکړل زه نه غواړم چي ډیر اوږد بحث ته ولاړسم دنننې وينا په اړه يې خپل…

نور

د حکمتیار د هرکلي مراسمو ته د ولسمشر غني او حکمتیار ویناوې

بسم الله الرحمن الرحیم حضار گرامی! عالی جنابان کرزی صاحب، داکترصاحب عبدالله، استاد دانش ډېر محترم او معزز جهادی شخصیت جناب انجنیرصاحب د اسلامی حزب مشر، ملی بنسټ جناب استاد سیاف، جناب استاد خلیلی، جناب قانونی صاحب، آغا صاحب ټول جهادی مشران د شورا محترمین مشران جناب ابراهیمی صاحب او جناب مسلمیار صاحب د کابینې غړی،…

نور

حکمتیار: د واک او چوکۍ لپاره نه یم راغلی

تاند- ګلبدین حکمتیار وايي، د افغانستان له دولت سره یې د چوکۍ او واک لپاره سوله نه ده کړې. ده چې نن /پنجشنبه/ په ارګ کې د افغانستان د ولسمشر او نورو جګپوړو چارواکو په ګډون جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، تاکید وکړ چې په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره یې د…

نور

قلم د ښېرازۍ ژوند

لیکوال: محمد الهام نظر قلم پوهه ده، قلم علم دی، قلم د یو هېواد پرمختګ دی، قلم هغه شمع ده چې هېڅ وخت نه مړاوې کیږي، قلم د سولې او ښېرازئ نښه ده. قلم هغه څه دی چې یوه ټولنه له بدبختیو د نېکمرغیو خواته بیایې. الله(ج) په لومړي ځل د بشریت لارښود ته د…

نور

تر جبر او اختیاره ورهاخوا/ ډاکتر محب زغم

د ځینو کتابونو عنوان لوی وي خو چې محتوا ته یې ورشې، پوهېږې چې تېر وتی وې. عنوان به د یوې لویې موضوع وي خو محتوا به یې د موضوع لسمه برخه هم نه وي سپړلې. خو د جبر او اختیار دیالکتیک بیا برعکس، د جبر او اختیار تر موضوع ورهاخوا ډېرې نورې مهمې خبرې…

نور

د تيارو څکالي!/ مجید ژړاند

د تيارو څکالو! دغه رڼا پرېږدئ، چې زموږ خونې رڼا کړي او په روښانه ورځ  منزل ته تلونکې لار وټاکو، د تيارو څکالو! موږ تل د خپل کور رڼا وژلي ده، نو ځکه خو د خپلوخونو  د روښانولو لپاره پردۍ ډېوه راوړو. د تيارو څکالو! د نفرت له سمڅو راووځئ، شاوخوا وګورئ، يواځې د خپل…

نور

حکمتيار له غره راکوزېږي!/ نورالله غازي يار

غر ډېر لوړ دی؛ خو بيا هم پر سر لار لري. همدا لوړ غر د سمې وړو بوټو او ګلونو ته اوبه ورکوي. له کوره تر ګوره د انسان ملګری دی، يانې هم کور جوړولو ته لرګي او. . . ورکوي اوهم قبر ته تختې او تابوت. . . غره کې د مرغانو سندرې، مينه…

نور