Categories

Daily Archives: May 2, 2017

د سرطان او ایډز پر ضد د واکسین جوړېدو ته هیلې

تاند- ساینسپوهان وايي چې داسي پروتین یې موندلي چې د سرطان او ایچ آی وي ناروغیو په وړاندې د واکسین کار کولی شي. د امریکا په باسټن پوهنتون کې څېړونکي وايي، د پروب (ProB) په نوم په پروتینو کې یې، چې له (تایسریا مننجیتیدیس) باکتریا دباندې موندل کېږي، بدلون راوستی او له هغه څخه د…

نور

د کليوال ملګري ټولنې په غړي قدرت الله نرميوال وژونکی بريد د توجيه وړ نه دی

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز مطبوعاتي اعلاميه! نېټه: ۱۳۹۶ـ۲ـ۱۳ د هيواد په ګوټ، ګوټ کې علمي او فرهنګي هڅې روانې دي، فرهنګي او مدني خوځښتونه رامنځ ته شوي دي، چې  تر ډېره يې د ولسونو د فکري ويښتابه لپاره کار کړی دی، همدا مدني او فرهنګي ټولنې دي، چې نن مو ډېر ځوانان له…

نور

د بریالۍ وینا فن

د بریالۍ وینا فن کتاب له چاپه راووت. د بریالۍ وینا فن د سي. سي. این د مشهور خبریال لاري کېنګ اثر دی. ښاغلي لاري کېنګ چې د امریکا په ډېری رادیوګانو او تلویزیونو کې یې دنده تر سره کړې ده او له سي. سي. این سره د دندې ډېره اوږده تجربه لري او تقریبا…

نور

فاشیزم څنګه وپېژنو؟/ عبدالواحد رضوانزی

لارنس برټ د الاییډ کیمیکلز، موبل او زیروکس شرکتونو په شمول د امریکا د کثیر الملیته شرکتونو سره تړلی تن دی. نوموړې  په ۱۹۹۸ کال کې د فاشیزم (فسطائیت) په هکله د جون ۲۰۰۴ په نوم  یو ناول ولیکه. د  ناول خلاصه (نچوړ) او په یوه ټولنه کې د فاشیزم د کچې د اندازه کولو…

نور

د ننګرهار د سې شنبې خبرونه

ننګرهار والي د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې غړو سره په بېلابېلو موضوعاتو لیدنه ترسره کړه . سلاکار وزیر او ننګرهار محمد ګلاب منګل د غويي په ۱۲مه د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې غړو سره د لیدنې پر مهال د حزب اسلامي امیر انجینرګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې په…

نور

افغان ژورنالیستان د پاڼ او پړانګ ترمنځ خبریالي کوي

محمدالله شېرزی – د مې ۲ مه د مې دریمه نیټه د مطبوعاتو نړیواله ورځ ده، چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې په ځانګړو راټولیدنو سره نمانځل کیږي. ددغې ورځې نمانځل په مختلفو هیوادونو کې په مختلفو بڼو سره ترسره کیږي، د نړۍ لوی امپراطوران چې په نیمه نړۍ به یې راج…

نور

د امریکا تازه راپور: د روسیې، پاکستان او ایران منفي رول د افغان امنیتي ځواکونو تلفات ډېر کړي

تاند- د امریکا د حکومت په یوه تازه راپور کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په خرابېدو او د افغان لامنیتي ځواکونو د تلفاتو په ډېرېدو کې د روسیې، پاکستان او ایران د منفي رول یادونه شوې ده. د امریکا کانګریس ته د سیګار په وروستي راپور کې ویل شوي چې په وروستیو درو میاشتو؛…

نور

د ټولنیزو رسنیو فعالانو له حکمتیار نه وغوښتل چې د غازی امان الله خان او باچاخان زیارتونو ته ورشي

تاند – د ټولنیزو رسنیو او مدني فعالانو د اسلامي ګوند مشر، ګلبدین حکمتیار، نه وغوښتل چې په جلال اباد ښار کې د برتانوي استعمار نه د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي غازي امان الله خان او د عدم تششد د سرلاري باچاخان مزارونو ته سر ورښکاره کړي‌.‌ ښاغلی حکمتیار له څو ورځو راهیسې د ننګرهار…

نور