Categories

Monthly Archives: May 2017

په کندهار کي د پاک او زرغون ښار په نوم پروګرام پيل سو

خبرپاڼه نېټه: ١٣٩۶-۳-۱۰ کندهار، افغانستان- کندهار والي تورنجنرال ارکان الحرب زلمي ويسا نن غرمه په ښاروالۍ کي د پاک او زرغون ښار په نوم د ۱.۸ ميليونه ډالرو په ارزښت پروګرام پيل کړ. په دې مراسمو کي د کندهار والي تر څنګ ښاروال انجنېر روښان ولسمل، د دې پروژې مسئول سيد نادرشاه زغم، د ناحيو…

نور

د مرګ آذان / بارکوال مياخېل

_________ [ماتمي کابل ته]__________ په خواږه خوب ويده کابله! بيا دي څومره تېره چيغه تر خولګۍ ووته زړه دي د خاورې مورکۍ و لړزاوه در ننوتي بيا څه تور لړمان بيا دي چيچلى دى وجود کومې وحشي اژدها له زخمي تنه دي را خېژي څه مرګونې سلګۍ کور د زړګي د هر افغان لړزوي اورم…

نور

د کابل د حملې د شهیدانو شمېر ۹۵ او د ټپیانو ۴۰۰ ته ورسېد

تاند- د وروستیو راپورونو له مخې د کابل د نن ورځې د تروریستي برید د شهیدانو شمېر ۹۵ ته رسېدلی. د عامې روغتیا وزارت سرچینې وايي، لږترلږه ۴ سوه ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي چې د یو شمېر ټپیانو حال نازک ښودل کېږي له همدې کبله وېره ده چې د تلفاتو شمېر زیات شي. د…

نور

د کابل مرګانۍ چاودنه/ عبدالباري جهاني

 د چارشنبې په ورځ سهاروختي د کابل په وزیر اکبرخان مېنه کي د موټربمب د مرګانۍ چاودني له امله، د وروستیو رپوټونو په اساس څه کم سل تنه وژل سوي او څه باندي درې سوه پنځوس تنه ټپیان سوي دي. لکه پخوا چي مو ویلي دي، دا نه لومړنۍ او نه وروستنۍ لويه پېښه ده.…

نور

پاریس د کابل په ویر کې

تاند- د کابل د تروریستي برید له قربانیانو سره د پیوستون او د هغو د کورنیو له غړیو او افغانستان سره د یووالي په نښه به نن شپه د پاریس د ایفل برج څراغونه یا ګروپونه مړه د ځڅو شېبو لپاره مړه شي. د پاریس ښاروال وویل چې د کابل په وخت د شپې په…

نور

اتریش ۱۷ افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ولېږل

تاند- د اُتریش چارواکي وايي، ۱۷ افغانان یې خپل هیواد ته استولي دي. د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویندوی کارل هینز ګروندبویک وايي، دا ۱۷ تنه افغانان نن /چهارشنبه/ په یوه الوتکه کې افغانستان ته ولېږل شول. اتریش وايي د افغانستان ټولې سیمې ناامنې نه دی او هغه پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنلیکونه…

نور

ترکیې د کابل له حملې وروسته د خپلو یو شمېر دیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه وکړه

تاند- د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د کابل له نننۍ وحشیانه تروریستي حملې وروسته وویل چې له کابل څخه به د خپل سفارت یو شمېر کارکوونکي ترکیې ته وروغواړي. د کابل برید د ترکیې د سفارت په شمول د ګڼو هیوادونو د سفارتونو ودانیو ته زیان پېښ کړی دی. چاووش اوغلو…

نور

د جرمني صدراعظمه وايي، تروریزم پولې نه پېژني

تاند- د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل د کابل نننی /چهارشنبه/ تروریستی برید وغانده، ویې ویل تروریزم پولې نه پېژني. ګوما کېږي چې په کابل کې د ننني تروریستي برید، چې تر ۸۰ زیات افغانان پکې شهیدان او تر ۳ سوه ډېر نور ټپیان شول، هدف به د جرمني سفارت و. خو مېرمن میرکل وویل«تروریزم پر موږ…

نور