Categories
اعلان

Daily Archives: March 16, 2017

د لغمان استازي: د لغمان راتلونکي ته خوشبین یو

داڅرګندونې د لغمان ولایتي شورا غړو  د ولایت مقام رهبري سره نوبتي غونډه کې وکړي،په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د اقتصاد  او فواید عامې رئیسان  او دبرښنا امر هم  رابلل شوي وه چې پيلیزو خبرو کې د اقتصاد رئیس انجنیر محمداغا مبارزد ۱۳۹۶ مالي کال د ځانګړې شوې بودجې په اړه وویل: په…

نور

زخېلوال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لندن خبرې مثبتې وبللې

تاند- د افغانستان د ولسمشر خاص استازی او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمرزاخېلوال وايي، په لندن کې د بریتانیا په بلنه د افغانستان او پاکستان د جګپوړو چارواکو خبرې رغنده او مثبتې وې. د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر، د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز او…

نور

پر زړه د اخته ناروغيو نښې او درملنه/ ژباړه: پوهنمل مومنه دارنۍ

لیکوال:امام غزالي(رح) د انسان د بدن هر غړی د الله تعالی په حکمت د يوې وظيفې د ترسره کولو لپاره تعلق شوي دي، امراض يا مرض يې همدا دی، چې خپله دغه دنده نه شي سرته  رسولی او که چېرته يې ترسره کړي د اضطراب، درد او ناارامۍ سره به يو ځای وي، نو له…

نور

افغانستان او هند په خپل منځ کې د هوايي دهلېز جوړولو ته نژدې شول

تاند- افغانستان او هند نن /پنجشنبه/ ژمنه وکړه چې په خپل منځ کې د سوداګري راکړو ورکړو لپاره به ژر تر ژره د هوايي کارګو دهلېز یا کوریدور رامنځته کړي. د هند د سټېټسمن ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارومرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي، چې د تروریزم پر ضد په یوه…

نور

غواړئ تر ډيره ژوند وکړئ؟/ ژباړه: فریدالله منګل

ايا د ورځې په اوږدو کې لږه مطالعه مو ژوند څو کاله اوږدولی شي؟ د يال په پوهنتون کې نوو تر سره شوو څيړنو روښانه کړې، چې لوستل او د ژوند اوږدوالی په خپل منځ کې نږدې اړيکه لري. هغه خلک چې هره ورځ مطالعه کوي ژوند يې د هغو په پرتله چې هېڅ مطالعه…

نور

مقاومتي اقتصاد څه شی دی؟/ محمدحامد اکبري

مقاومتي اقتصاد چې په انګليسي ژبه کې ورته (Resilient Economy)  يا (Resistive economy)  وايي،دا  د  اقتصاد په نړۍ کې نوې کارېدونکې کلمه ده،کله چې په ۲۰۰۷زېږديز کال د اسرائيلو له لوري د غزې د کلابندۍ پر مهال د خوراکي توکو د کمښت ستونزه محسوس شوه نو ورسره په خوا کې د صادراتو په کچه کې…

نور

د پوهنې وزارت وايي، تر ۱۰۰۰ زیات ښوونځي بند دي

تاند- د جګړې او تاوتریخوالو د دوام له کبله شاوخوا دوه ملیونه افغان ماشومان له زده کړو پاتې شوي دي. د افغانستان د پوهنې وزارت د سړو سیمو د نوي تعلیمي کال د پیل په درشل کې وویل، په درست افغانستان کې له ټولټال ۱۷۴۸۲ ښوونځیو څخه لږترلږه ۱۰۰۶ ښوونځي بند دي. اکثره بند ښوونځي…

نور

اروښاد غني خان يوويشتم تلين په مناسبت مطبوعاتي اعلاميه

افغانستان نوين څېړنيز مرکز مطبوعاتي دفتر نېټه: ۱۳۹۵ـ۱۲ـ۲۵ ۲۰۱۷-۳-۱۵ دا ژوندون دی دوه ورځې خلاص به شي او تیر به شي دا غني به خاورې شي ورک به شي او هیر به شي نن د اروښاد عبدالغني خان د مړينې يو ويشتم تلين دی، نوموړي خپل ټول ژوند د ازادۍ داعيې ته وقف  کړی و،…

نور