Categories

Daily Archives: March 2, 2017

د ډيورنډ لاین په اړه موافق او مخالف نظرونه

د افغانستان نوين څېړنيز مرکز تحقيقي غونډه – روان کال د  کب میاشتې په يوولسمه نېټه د پنجشنبې ماسپښين پر يوه بجه تحقيقي غونډه پيل او دمازيګر په څلورو بجو پای ته ورسېدله. د غونډې پيل د معمول په څېر د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره وشو، ورپسې ډاکتر عزيز د ډيورندلاين  په اړوند د…

نور

د کندوز والي وايي، طالبانو ورڅخه غوښتي چې د داعش پر ضد ورسره لاس یو کړي

تاند- د کندوز والي وايي، وسله والو طالبانو ورته وړاندیز کړی چې دواړه خواوې دې د اسلامي دولت (داعش) وسله واله ډله په ګډه وځپي. د کندوز والي اسدالله امرخېل د طالبانو د وړاندیز په اړه همداراز وویل«طالبانو موږ ته ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه دې د طالبانو پر ضد د عملیاتو شدت کم کړي…

نور

په دار مو کړئ، خو وژنئ مو مه!/ عبدالجمیل ممتاز

ظالمانو سترګې مو ووځه، په اور سوي سکاره شئ چې هر وار خپل تازه خونړي ګوزارونه پر دغه بې خولې او بې ژبې ولس باندې تجربه کوئ. زه خو یوې عجیبې حیرانۍ پر سر اخیستی یم، وژنو ته دومره اندېښمن نه یم، لکه د وژنو غندلو ته.  زموږ خلک هر څه په سنتي ډول په…

نور

لښکرګاه ښار ليړي والو دوکيل ټاکلو لپاره رایې واچولې

هلمند مدني ټولني ته له دې وړاندي لښکرګاه ښار کې لېړۍ چلوونکو شکایت کړي وو نو له همدې امله هلمند مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد د یادو کسانو د ستونزو د هوار لپاره ټاکني په لار واچولي چي په پایله کي یادو لېړۍ والو ته وکیل وټاکل سو. لښکرګاه ښار کې یو شمیر لړۍ…

نور

ژوند هسې د سا اخیستو او زنده ګي د ژوند کولو پر مانا ده

دادمحمد ناوک –  د یاران ادبي دېرې د تېرې اوونیزې ناستې په کره کتنه کې، پورته جمله عظمت کټوازي وویله چې د غونډې مشري يې هم پر مخ وړله، دا ناسته چې د تېرې پنجشنبې په ماسپښين د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ناستو په تالار کې وشوه، مېلمه يې الیاس وحدت او د دریځ…

نور

پاکستان هم د کابل تروریستي حملې وغندلې

تاند- د پاکستان حکومت نن /پنجشنبه/ د کابل پرونۍ انتحاري حملې، چې ۲۲ تنه افغانان پکې شهیدان او ۱۲۰ نور ټپیان شول، وغندلې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اسلام اباد د کابل انتحاري حملې غندي او هغه تروریستي او انساني ضد بولي. په خبرپاڼه کې د کابل د پېښو…

نور

د ګوګل اړوندې کمپنۍ عجیب روبوټ جوړ کړی

تاند- د ګوګل یوې کمپنۍ داسي روبوټ جوړ کړی چې پر زینو ختلی، په واورو او کنډو کپرو لارو ګرځېدای او څه باندې یو متر ټوپ وهلی شي. دا روبوټ، چې (Boston Dynamics) شرکت جوړ کړی، هنډل (Handle) نومېږي. د هنډل سرعت په ساعت کې ۱۴ نیم کیلومترو ته رسېږي او په یو وار چارج…

نور

د امریکا بې پېلوټه الوتکو له ډېرې مودې وروسته په پاکستان کې برید وکړ

تاند- د امریکا یوې بې پېلوټه الوتکې د پاکستان په خاوره کې دننه حمله وکړه او لږترلږه دوه تنه مشکوک ترهګر یې ووژل. دا برید، چې په کورمه ایجنسۍ کې وشو، د تېر کال د مې د میاشتې له حملې راوروسته، چې په بلوچستان کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور پکې ووژل شو،…

نور