Categories
اعلان

Daily Archives: February 17, 2017

جنرال باجوه د پاکستان د حملو په اړه جنرال نیکلسن ته ټېلفون وکړ

تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه، نن /جمعه/ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ته ټېلفون وکړ. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ريیس یا د پوځ ویندوی تورنجنرال اصف غفور په ټویتر کې لیکلي چې د پوځ لوی درستیز جنرال باجوه له جنرال…

نور

د داعش په حمله کې ۱۸ افغان سرتېري ووژل شول

تاند- د داعش یا اسلامي دولت د وسله والو سختدریځو په حمله کې، پرون /پنجشنبه/ ناوخته د افغانستان ۱۸ امنیتي ځواکونه شهیدان شول. د ننګرهار د ولایتي شورا ريیس احمد علي حضرت رویټرز خبري اژانس ته وویل چې اتلس سرتېري د هسکې مېنې پر یوې امنیتي پوستې د داعشیانو په برید کې شهیدان شوي دي. رویټرز وايي،…

نور

پر کونړ او ننګرهار د پاکستاني پوځ د درنو وسلو ګوزارونو مرګ ژوبلې اړولي

دا خبر بیا بیا تازه شوی – تاند- په سند ایالت کې د شهباز قلندر په زیارت کې د اسلامي دولت له لوري له انتحاري حملې وروسته پاکستان له یوې خوا د افغان کډوالو په ځورولو پیل کړی او له بلې خوا یې پر افغانستان د توپونو او نورو درنو وسلو ګولۍ ویشتي دي. افغان…

نور

ولسمشر غني د پاکستان حمله وغندله

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان په سند ایالت کې د شهباز قلندر په زیارت کې د تېرې شپې حمله په کلکه وغندله. د وروستیو راپورونو له مخې په دغه برید کې ۷۵ تنه وژل شوي دي. غني ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د اسلامي دولت په شمول، چې د شهباز قلندر…

نور

جنګسالاران ولې اصلاحات د ځان لپاره خطر بولي؟

ډیپلوم انجینیره سبا رسولي – د دلوې شپږویشتمه نیټه د هیواد په تاریخ کې یوه له هغو ځلاندو او نه هیریدونکو ورځو څخه شمیرل کیږي چې د افغانستان اتل او مجاهد ولس د خپلو وینو په بدل کې د سره پوځ هغه اتحاد، چې نږدې پنځه ویشت جمهوریتونه ورسره ملګري ول، دړې وړې کړ. که…

نور

ایمان او برهان/ لیکوال: مهاتما گاندي

ژباړه: حیات‌الله ژوند – د خدای لیدنه په زړه کې د هغه د عظمت او لویوالي د حس کولو په مانا ده. کټ مټ داسې لکه ماشوم چې د خپلې مور مینه له دلیل پرته احساسوي. ماشوم خلکو ته د مور مينه  ثابتوی شي؟ ماشوم په ځغرده وايي، چې مینه اړینه ده. د خدای وجود…

نور

د پاکستان پوځ وايي، د ۷۶ ترهګرو لیست یې افغانستان ته سپارلی

تاند- د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ريیس تورنجنرال اصف غفور نن /جمعه/ وویل، د پاکستان پوځ افغانستان ته د ۷۶ تروریستانو د نومونو لیست ورکړی او ورڅخه غوښتي یې دي چې پاکستان ته یې وسپاري. تورنجنرال غفور په ټویټر کې لیکلي چې دا لیست په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته سپارل…

نور

ولسمشر ته د هلمندۍ يتيمي ماشومي ليک

زه يوه هلمندی ملاله يم، هغه ملاله نه چي د جنګ پر ميدان بيرغ پورته کوي، هغه ملاله چي جنګ راڅخه پلار اخيستی، هغه ملاله چي جنګ راڅخه مشر ورور اخيستی او هغه ملاله چي جنګ راته يوه کونډه مور او دوه يتيمان وروڼه پرې ايښي. زه پلار نلرم، زه هغه څوک نلرم چي د…

نور