اعلان

Categories
اعلان

Category Archives: سپېڅلی

طوفاني شپه/ محمد ابراهیم سپېڅلی

دواړه لاسونه يې ومږل، خولې ته يې ونیول، مګر تاوده نه سول، بیايي په تخرګ کي ټینګ ونیول لږ يې د تودوالي احساس وکړ. بوټونه او جرابې يې په پښو دي، خو بیايې هم د پښو ګوتي له یخه درد کوي. د موټرپه چوکۍ کي يې پښې ور ټولي کړې، خو طاقت يې نه کیږي،…

نور

د مرګ په ځاله کي د ژوند ږغ/ محمد ابراهیم سپېڅلی 

« هلکانو راتېر سئ ! خدای خبر بیا يې کوم څوک راوستلی او کور يې ورخرابوي !!!» سپين سري انا لکړه په لاس تور د الوان پړونی پر سر خپلو لمسیانو ته په کمزوري، خو تونده لهجه ور ږغ کړه. لسمیانو د انا پر خبره غوږ ونه نیو، ولاړو موټرونو او راغلو خلکو ته نورهم…

نور

سوځول سوې سپوږمۍ/ محمد ابراهیم سپېڅلی

نسوار يې تف کړه او پر شناوۍ ږېره يې ترلاس تیرولو وروسته خپلي ښځي ته په ډډ ږغ وویل: « سمه ښځه له مېړه سره جوابونه نه وايي، پوه سوې که یه ؟» له دې سره سم يې یوڅو پرله پسې ښکنځل ورته کتار کړل. د واده يې پنځه ویشت کاله کیږي، خو د «…

نور

زما د زړه ټکور ږغ/ محمد ابراهیم سپېڅلی

چي د سندرو او موسیقۍ اوریدل مي په یادیږي، نو د استاد خیال محمد له نوم سره اشنا سوی یم دابه نو زما په غالب ګومان ۱۹۸۰ یم کلونه وو. دلته د جګړو اور بل و ، لکه همدااوس چي وسله وال بریدونه کیږي، پرمسافر وړونکو موټرونو بمونه چوي، پوستې تسلیمږي، ملکیان وژل کیږي اود…

نور

د شپې درې بجې/ محمد ابراهیم سپېڅلی

په رښتیا وایم او تاسي يې هم راسره ومنئ، زما د شپې له دریو بجو ښه نه راځي زه د شپې له دریو بجو څخه ښه خاطره نه لرم. تراوسه مي په یاد دي، یو مازدیګر له ورځنیو کارونو ستړی ناوخته کورته راغلم، مشر ورور مي د کور ښځي او کوچنیان یوې مېلمستیا ته بیولي…

نور

د جنازو ښار/ محمد ابراهیم سپېڅلی

اوسمهال د کندهار ښار په لویو څلور لارو کي ددغه ولایت د وروستۍ خونړۍ پيښي د ځینو قربانیانو غټ عکسونه د هر ښاري توجه جلبوي. دالومړی ځل نه دی، تردې وړاندي هم په پرله پسې ډول د ښار په بیلا بیلو برخو کي  د هغو کسانو غټ عکسونه ځړول سوي دي،چي په وسله والو بریدونو،…

نور

د ارګ په کلیشیه یی اعلامیو کي، د خونړیو پيښو تشي غندي اود پلاويو تشریفاتي سفرونه  

محمد ابراهیم سپېڅلی – «  ولسمشرپه دې پېښه سخته خواشیني وښوده، په پېښه کي شهیدانو ته جنت فردوس، ټپیانو ته عاجله شفاء غواړي اود پيښي د څیړني په موخه يې لوړپوړي پلاوی سیمي ته لیږلی، ترڅو پيښه په دقت وڅړي. » له هغه وخته، چي په هیواد کي پردې جګړه شروع سوې او د دې…

نور

سیمټي خښتو هم ګټه ونه کړه/ ابراهیم سپېڅلی

د کندهار ولایت مقام د ښار په داسي برخه کي پروت دی، چي مهم سړکونه يې له څنګ او مخ سره تیر سوي دي د ولایت ودانۍ مخ ته لوی پوخ سړک له ډېره وخته تیر سوی دی، چي د کندهارښار نهمه ناحیه او شاه بازار سره نښلوي، ددغه پوخ سړک پر لویدیځه غاړه ولایت…

نور