Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: سقیم

د خپل وجدان پوروړي وګړي/ سيدشاه سقيم

د چادرې ګونځې ورېږدېدې، يو الوېزانده لاس ورڅخه راووت، د څو زره افغانيو دسته يې په لاس کې نه ټنګېده، شېبه وروسته له چادري د بل لاس لندې ګوتې هم راووتې او دوولس زرګونونه يې يو په پسې واړول. ګوتې په اوښکو لندې وې او د يوه خېټور شتمن تخته خندا، د اتو مياشتو د…

80 total views, no views today

نور

د يوې ډمې د احسان پوروړي، کوم پور پرې کړ! – سيدشاه سقيم

يو تور ټوپک د ژېړبخون دېواله پر خېټه ځوړند وو. د ټوپک تر شپېلۍ رالاندې يوې خوا ته د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن توره ږيره ښکارېده او بلې خواته يې د يوه تياره رنګي پنجابي تور ببر سر مالومېده. د برمودا مثلث په اړه مې وړاندې اورېدلي وو چې خونړی دی،…

74 total views, no views today

نور

ای ايس ای څنګه يو ډيپلوماټ له افغانيته بې‌ زاره کړ/ سقیم

بريګيډېر (ر) سيد ارشاد احمد ترمذي ژباړه: سيدشاه سقيم هغه وخت چې روسي سرتېري د افغانانو پر وطن وروختل پاکستان يې له سختو اندېښنو سره مخ کړی و. له يوې خوا د پاکستان ملي امنيت له ګواښ سره مخ و او له بلې خوا يې بايد خپل دفاعي ځواک هم تر هغې کچې پياوړی کړی…

48 total views, no views today

نور

د سرتېرو او ځانمرګيو خونړي پټپټاني/ سيدشاه سقيم

چې ماشوم وم، توپ ډنډه او خوسی مې ځکه نه خوښېدل چې په يوه کې په توپ ويشتل وو او په بل کې به يې په دا ځيګر کې په سوک ووهلې، غوا به يې هم پسې درڅخه جوړه کړه. پټپټاني سخت خوند راکاوه، خوږېدل، وهل او ډبول پکې نه وو او که به ډېر…

36 total views, no views today

نور

د بيان ازادۍ ځپلی ولس/ سيدشاه سقيم

درز شي، لمبه پورته شي او شېبه وروسته د ځانمرګي په منځ پرې شوی بدن لکه مړزګه د ښار پر يوه سيمه راولوېږي. د پېښې ځای ته پر يوه نږدې رسنۍ د مزړګې بوی ولګېږي، چيغه کړي او شېبه وروسته يو لښکر خبريالان له تورو کامرو سره، لکه کارغان پر پرته مړزګه راتاوېږي. پر راډيوګانو…

77 total views, no views today

نور

زما اړتيا او ستا فتوا/ سید شاه سقیم

زوړ کال په تېرېدو دی او د نوي کال راتلو ته دا څه موده کېږي چې د بادامو ونو ګلونه په غاړه کړي دي. ښوونکي نيم ژمی رخصتي کړې ده، د نوي کال له پيل سره به بيا ببرسري ماشومان ورته پلتۍ وهي او دی به يې مخ د رڼا پر خوا سيخوي. بل وطن…

79 total views, no views today

نور

د شهزادګۍ له واده، د بسوګۍ تر ورا

سيدشاه سقيم د سويډن د شهزادګۍ د واده په اړه مې څه وخت مخکې يو راپور لوست. په راپور کې ويل شوي وو، چې د سويډن د شهزادګۍ اغلې ميډلين د واده مراسم خورا په جوش او خروش روان دي، د سټاکهولم ښار سرو او شنو څراغونو او رڼاګانو پر سر اخيستی دی، د سويډن…

221 total views, 1 views today

نور

که پوهنتون دانشګاه شي!/ سيد شاه سقيم

خدای دې يې په لوري شي، يوه ښوونکي مو کيسه کوله. وای وخت د طالبانو وو، په ښارونو کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر له والو چا اوږده څڼه نه شوای ګرځولای. سندرې، ډولونه، اتڼونه خو چا په خوب هم هغه وخت نه ليدل. که به په راډيو کې د خبرونو تر منځ د…

30 total views, no views today

نور