Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: سقیم

او بيا جنت اور واخيست/ سيدشاه سقيم …

راسئ نن د ايمان له ځایه ګوته پورته کړو، نن رښتيا ووايو، سرچپه شوې کيسې له ښۍ خوا وليکو، د يو او بل مخ ته هېنداره ونيسو، د دې خاورې هر وحشي انسان د هغه له خپلو داړو ووېروو او د غيرت لکۍ ته يې د شهيدې فرخندې د ببرو وېښتو غوندې، اور ورکړو. وو،…

119 total views, 3 views today

نور

د ويلنټاين په شپه/ سيدشاه سقيم

نجلۍ د ځنځير تر دوو کړيو قلف تاو کړ، راکش يې کړ، مړ يې خوشې کړ، اوږدې ساه ته يې د هلک شونډې وېړې شوې. ځوان زړه ته ورته پوکاڼه په لاس کې نيولې وه، نجلۍ ورباندې نوک څرخ کړ، شونډې يې پرانيستې، پر هلک ورټيټه شوه، پړک شو او د هلک پر مخ د…

62 total views, 2 views today

نور

دوه زره، پنځلس/ سيدشاه سقيم

د تګ خبره دې لا نيم ته نه وه رسولې چې ومې يادېدې. مخه ښه دې اخيسته چې سلګيو ونيوم، د غږ ازانګه دې لا نه وه ختمه چې باڼه مې درپسې لانده شول. ومې يادېدې، ومې يادېدې، نوره مې پسې ويادېدې. پوهېږې! هر ياد دې زما د ژوند يوه خوږه خاطره ده. دوه زره…

372 total views, 1 views today

نور

خوب مې ليد، ښه مې ليد/ سيدشاه سقيم

استاد سياف يوه بېړنۍ خبري غونډه راغوښتې وي، د يرغلګرو پاکستانيانو سر او مال حلال وبولي. ستر جنرال دوستم، خپلو ټولو کسانو ته امر وکړي چې د جنرال رازق تر قومانده لاندې دې له کندهاري ځوانانو سره پر کنړ ورکښته شي. ملا سلام ضعيف ځوانانو ته، له ده سره د پاکستانيانو شوې ناځوانۍ وريادوي او…

109 total views, 1 views today

نور

نوې تذکرې او زړې دسيسې/ سيدشاه سقيم

له هندوستانه راګرځېدلي مسافر له ځان سره کلي ته نانځکه راوړې وه. چې چلانه به شوه، رقص به يې شروع کړ او کمال يې دا و چې چا به هم لاس ور ووړ، له نانځکې سره به په ګډا شو. بدبختي دا وه چې مسافر د نانځکې د چلانولو چل زده کړی و، خو دا…

115 total views, 1 views today

نور

الله اکبر/ سيدشاه سقيم

په ستړې ساه جومات ته ورسېدم، څنګلې مې وچولې، خدای خبر پام مې پر کومه تللی و. يوه کس اقامت شروع کړ، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر… اندامونو مې پړک واخيست، فکر مې وکړ بيا کوم غازي د خدای له کوم ګناهګاره سر پرې کوي. د وينو دارې، تکه سره چاړه، تړلې…

59 total views, 1 views today

نور

چې باغ پوخ شو، باغوان يې کوږ شو/ سيدشاه سقيم

لمر لکه زما د وطن سپين ږيری پاچا، راختلو ته يې تر وس تېره ده. د وړانګو رنګ الوتی او لړزېدلې ګوتې يې د تيارو پر ګرېوان ښويېږي. د ارګ پر اوږو ځوړند ملي بيرغ، لکه د بوډا پاچا بې سېکه لستوڼي، تر خپلو پښو تاوېږي. د يتيمانو وطن غرېو نيولی، ورځ تر پيلېدو مخکې…

94 total views, 1 views today

نور

مردها را قول اس” / سيدشاه سقيم

ولي جان لېونی په سوېلي پښتونخوا کې خورا له مشهورو سياسي څېرو څخه و. د پښتونخوا ملي عوامي گوند غړيتوب يې درلود، خو په احتجاجي لاريونونو کې به يې د هرې سياسې ډلې برخه اخيسته. دی لېون‌حاله و، ژبه يې هم بندېده، خلکو به توړی باله، خو په عين حال کې د سياست له ډېرو…

58 total views, 2 views today

نور