Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: قانع

د پاکستان نیابتي جګړه او پښتانه/ عصمت قانع

د پاکستان پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف یو ځل بیا د پاکستان د پوځي حاکمیت مافي الضمیر په ښکاره الفاظو کې بیان کړ. مشرف وویل، چې که هند د پاکستان ضد افغانستان جوړوي، نو دوی به پښتانه د خپلو نیابتي او نماینده لښکرو په توګه د پنجاب د ګټو لپاره وجنګوي. د پرویز مشرف وینا…

2 total views, no views today

نور

کابینه د امتیازاتو خانک/ عصمت قانع

د ملي وحدت د حکومت کابینه لا د ابهام په دوړو کې پټه ماشوړه ده. هغه حکومت چې باید د خپل دیموکراتیک ثمر خواږه یې د ملت د اقتصاد، امنیت او رفاه وخولې ته ور اچولي وای، لا د ملت لپاره د زهر او زقوم ترخه مړۍ ده، چې نه یې سر معلوم دی او…

5 total views, 1 views today

نور

د نړۍ مدنیت او اجاره لوچکان/ عصمت قانع

د پاکستان اسلامي جمهوریت؟!! نن د جنوبي اسیا د کرایي کړکېچ اجُرتي قاتل دی. د پاکستان اسلامي جمهوریت ؟!! نن د څلورو قومونو د فیډرېشن په نامه هغه زندان دی، چې ۱۸۰ میلونه وګړي په کې بندیان دي. د پاکستان اسلامي جمهوریت؟!! نن د اسلام د مقدس دین د بدنامۍ د ډرامې هغه سټېج دی،…

10 total views, no views today

نور

دته خېل په کندهار کې/ عصمت قانع

دته خېل په میرانشاه کې یو کلی وو ، د میرانشاه د بازار له جوړېدو سره جوخت د میرانشاه د بازار برخه وګرځېد او اوس یوه بازاري سیمه ده. دا مهال په دته خېلو کې تر وزیرو عرب ډېر دي، چیچنیایان هم شته، جرمنیان، ازبکان، انګریزان، کفار غجر، یهود، نصارا او د دنیا د شر…

18 total views, no views today

نور

چاپلوسانو کور مو د ميردين جومات شه/ عصمت قانع

په يوه ښادۍ کې څوتنه کليوال ساده ګان د خپلو مېرمنو په صيفت اخته وو، هر يوه يې د خپلې مېرمنې د کمالاتو او هنرونو قصيدې ويلې. يوه سور ږيري حاجي ويل، چې زما مېرمن د تبۍ په ډوډۍ پخولو کې دومره با کماله ښځه ده، چې هره ډوډۍ يې د يوه څادر په څېر…

11 total views, no views today

نور

القاعده په میډیا کې/ عصمت قانع

دا پنځه دېرش کاله کېږي موږ د وېرې، ترهې ډار او ډزهار له بېلابېلو طریقو سره روږدي شوي یو. د ډارولو، وېرولو او پر نورو د دانګلو او برید کولو فرهنګ اوس اوس د ځینو خلکو د فطري خاصیت یوه برخه ګرځېدلې ده. ځینې کسان د نورو شخصي حریم ته ورننوتل او د هغه د…

13 total views, 1 views today

نور

د افغان کهول ویجاړ ټغر/ عصمت قانع

که ووایم، چې خاني او د خانۍ اصالت په افغاني ټولنه کې عنعنوي مدنیت او دیموکراتیک اصالت لري نو خطا شوی به نه یم . افغانان خپل خانان او مشران د خپلو اصالتونو تر فلټرونو تیروي، کله چې پاک اوصاف شي، نو بیا يي په مشرتوب مني . په افغان کلتور کي ځيني ځانګړي اوصاف،…

11 total views, no views today

نور

زما په خپله زړه نری دی/ عصمت قانع

یارمي پیغور زهیر کړی دی، خو زه لا د پېغور په کیسه کې نه یم. ممکن یار مي د رحمان بابا په څېر صوفي وي او د ژوندانه له ناتمامه کړاوونو سره د استقامت سمبول یوه ونه ګڼي. لکه ونه مستقیم پر خپل مکان یم که خزان راباندي راشي که بهار خو زه نه پوهیږم،…

11 total views, no views today

نور