Categories

Category Archives: قانع

د استقلالیت پر محور/ عصمت قانع

زوی یې لوی کړې دا خارجیان د ګوره زامن بې درېغه هوښیاري لري، دومره چالاک دي، چې د سړي ذهن لولي. کله چې افغانستان ته راغلل، نو د بیان د ازادۍ په نامه یې ډېر خلک سره را پورته کړل. هر چا بابولالو ته خوله جوړه کړه، چا به مصرۍ پورې تړلې او چا به…

نور

د استنجا او حلوا قلمداد/ عصمت قانع

د شر او فساد اصطلاح د طالبانو په وخت کې اختراع شوه. هسې هم زموږ هېواد د ساینسي اختراعاتو ټاټوبی نه دی، د مرګونو، تاړاکونو، قتلونو، انسان وړونکو توپانونو او مدنیت ځپونکو سیلاوونو ټاټوبی دی او دلته هغه اصطلاحات اختراع کېږي، چې د پرمختګ پر ځای د وروسته پاتې والي مفاهیم وړاندې کوي. تر دې…

نور

سقوط/ عصمت قانع

وو، نه وو یو پاچا وو. پاچا خو خدای پاک دی، چې پاچاهي یې زوال نه لري او زور یې سیال نه لري. د پاچا پاچاهي په ښار کې وه. رعیت ته یې خدمت نه کاوه، د رعیت په غوښو یې چړچې کولې. یوه ورځ یې وزیر با تدبیر را وغوښت او ورته وه یې…

نور

رازق او د بشر حقوق/ عصمت قانع

په میوند کې یو کلی دی اشوغی نومېږي. د اشوغو د کلي خلکو د دغه کلي ملا امام له امامت څخه رخصت کړی و. خدا زده چې رېښتیا به و که دروغ خو د اشوغو د کلي خلکو ویل، چې ملا د تعویذونو په نوم د کلي پر خلکو کوډې خرڅوي او کوډګر دی. ملا…

نور

درې ښځينه ځوابونه – اِن ډرت/ قانع

مولوي خالص امريکا ته تللی و، په امريکا کې يې ښه ډېر خاطر شوی و. هلته د امريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند مضبوط او ټينګ حکومت و. ماته د زابل وکيل نخشو کاکا ويلي و، چې بچيه په امريکا کې اساسي کارونه ټول همدغه ګوند کوي او دا د جمهوريت غوښتونکو ګوند چې دی د…

نور

پټانه او توپ ډنډه/ عصمت قانع

خدای دې عبدالمنان ملګری د جنت پر حوض کوثر باندې اباد کړي، چې تنده یې د تل لپاره ماته شي. د پېښوریانو د اتوار په ورځ به یې قلنګ غوښت. هغه قلنګ چې نه یې زه نوم پر خوله راوړی شم او نه یې نوم د یادولو دی. د ګل حاجي پلازا په انګړ کې…

نور

مننه امرالله خانه/ عصمت قانع

مرکه مې دې په انټرنیټ ولوستله. هره کرښه چې مې لوستله د افغانستان د مالکیت احساس مې پیاوړی کېده، په هره کرښه کې یې د وطن پالنې د شعور ثبوت نېغ په نېغه په طبیعي او فطري ډول د افغانستان د ملت د ګټو انځور وړاندې کاوه. زما هغه باورونه چې افغانستان د افغانستان د…

نور

پښتنو ته باټ مه ورکوئ! / عصمت قانع

موږ یې باټې بولو، یعنې کله چې یو څوک کوم کار ته په درواغجن تعریف او صفت سره وهڅول شي او پرې اغېز وکړي ورته وایو چې پلانی سړی وباټېدو. ما په کندهار کې د کشمشو په فابریکه کې کشمش پاکول، یاره په پنځم صنف کې وم او په نږدې جومات کې مې له ملا…

نور