Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: استاد شپون

هېپي برت ډې/ استاد سعدالدین شپون

ښه پوهېږم چې اغیارو، بلکه په اول پړاو کې عزیزانو تیارې چړې په بیلاو(سپنخور) اچولې چې ښې تېرې شي. ما به لا دا لیکنه پوره خپره کړې نه وي چې چا به د تکفیر ټاپه لاس کې نیولې وي، څوک به څک ناست وي چې امریکایی مې کړې. خو یتیم په ژړا پوخ دی، لسیزې…

901 total views, no views today

نور

سوله؟ څه خېل سوله؟

استاد سعدالدین شپون لېوال صیب راغلی دی. تلفوني مو سره سوال ځواب شوی او که ده د خپلې ګڼې بوختیا له سره زنګون وکېښ، نو ودې شي چې زما سره به هم کوم وخت زما په جونګړه کي، په پوزه کي کښېني، په شړومبو او سوکړکو به ناری راسره وکړي. بله ورځ یې په ویاړ…

969 total views, no views today

نور

په ګټو کې آسانه دروېزه ده

استاد سعدالدین شپون ما به چې پښتو ټولنه کې کنداري ملګري، یوسف خان کاکړ ته خپل  کوم غزل لوست ، ده به ویل شعر خو نه سوای ورته ویلای، خو قافیه  دې  ښه پرله موښلولې ده. چې مې بیا د نظمونو مجموعه، پرخه په ترخه وروښوده، ویل یې چې زما  په تبصره کې د خاشې بدلون نه دی راغلی.…

901 total views, no views today

نور

د خړتومي چرګ ورځ | استاد سعدالدین شپون

داځلي د پیلمرغ ورځ د نوامبر په څلرویشتمه، پنجشنبه، راځي، او د تېرو کالونو په شان، ماشومان بېغمه چکرونه وهي، چې د ماسپښین په دوو بجو هجوم راوړي . یو نیم چې لا هم پښتو عادتو نه ورکې پاتې وي، په زړه سوي پخلنځي ته راځي، وايی: ابا ! هرکال یوه ورځ څه فرق کوي…

707 total views, no views today

نور

د کور د جمعې د ورځې یوه خاطره

استاد سعدالدین شپون تېرو دېرشو کالونو په افغاني مېرمنوهم چې له پېړیو تقریبا پخپلو لرغونو آریايي انګېرنو پاتې وې  ښکاره اغیزه کړې. پاکستاني ملا یانو او ایراني آخوندانو ددوی نه هم حجت الاسلا میانې او سلفیانې جوړې کړي بلکه لا غلیظې. اوږده  ارت کمیسونه، سرونه لک د کتغن جو ګیانې تړلي، اوږدې تسپې. نه د پاولو شرنګ،…

803 total views, no views today

نور

زړور امین، خوله ور امین| د استاد سعدالدین شپون

د کابل پوهنتون پخوانی استاد، او د حامدکرزي د حکومت په لومړۍ دوره کې د پوهنې وزیر پوهاند رسول امین له نن څخه 11 کاله پخوا (د ۲۰۰۹ م کال د اکتوبر پر ۳۱ نېټه) په دې ورځ سهاروختي په استرالیا کې د اویا کلونو په عمر وفات شو. پوهاند رسول امین پر افغانستان د…

868 total views, no views today

نور

جمجمه شاهي

حاجي خوشاله دی چې د اسرافیل شپېلۍ ته دومره وخت پاتې نه دی. ډاکټر ورته د دوو کالونو مهلت ورکړی خو دی وايي اسرافیل یوه پښه په اشرق کې، بله په مغرب کې ، شپېلۍ په خوله د بالاجای امرته ولاړ دی چې پوک ورکړي. حاجي وایي چې کال ته به له خیره د قیامت…

940 total views, no views today

نور

هر قوم ته ځان سیال برېښي

استاد سعدالدین شپون دا پېرته چې حاجي ته ورغلم، د غوړو یوه تشه ډبۍ(پیپ) کې یې کاڼي اچولي وو، ګړباوه یې. ما ویل یاره لیونی شوی یې او که لکه د کلي دهقانان د شولو له پټیو مرغۍ شړې؟ زما په لېدو یې ټیټ په مځکه کېښود، ویل یې، هسې مې پښتو ویله. ما وخندل.…

1,415 total views, no views today

نور

۸