Categories

Category Archives: مطبوعات

ورځپاڼو ته کتنه

د مرګ پر پوله بيده پښتون د ويښېدو پر لور

ليکوال: محمود مرهون که چيري د نن پښتانه د پاکستان او تروريزم په مقابل کي له نن څخه پنځه څلوېښت کاله وړاندي درېدلي واى نن به افغانستان د اسيا تر ټولو پر مختللى هيواد واى. د ډيورنډ د کرغېړني کرښي ها خوا ته د پښتانه اولس ډېره لويه برخه چي اوسمهال يې تخميناً نفوس څلوېښت…

نور

نوې جګړه، نوي لوري

محمود مرهون/ سرخط ورځپاڼه له کومه راهيسې چې د چين، روسيې، ايران او پاکستان نوى ايتلاف منځ ته راغلى په افغانستان او سيمه کې جګړې نوي اړخونه اخستي او د افغانستان په معزله کې له امريکا پرته نور ډېر بهرني هيوادونه فعال سوي چې د دغه سوړ جنګ پيلېدو په افغانستان کې د روان جنګ…

نور

سرخط؛ قوي احتمال دی چې پويان ژوند دی

۴۰۲يمه کوټه؛ د جنوري په شلمه، ماخوستن، شاوخوا نهه نيمې بجې يوه ډله ځانمرګي د کابل انټرکانټينينټل هوټل ته ننوتل او پر خلکو يې ناتار ډزې پيل کړې. په دغه شپه ځانمرګيو په کانټينينټل کې داسې جګړه کوله، لکه د وسلو کوم ډېپو ته چې ننوتي وي. دوی د سبا تر ماسپښينه پورې جګړه وکړه…

نور

سرخط؛ طالبان درواغ وايي، پر هوټل بريد دوی نه دی کړی

د کابل انټرکانټينينټل هوټل ته چې که کومې غونډې، د چا مېلمستيا يا ليدنې ته ځې، لومړی دې پر بالا، په اول قرول کې له موټره کښته کوي، له سره تر نوکه دې هم موټر تلاشي کوي هم تا، تر دې چې تېر شوې، بله تلاشي راځي، هلته دې تر دې لا کلک پلټي، تر…

نور

سرخط؛ د اسلام‌اباد ملا په کړوپېدو ده

  سرخط ورځپاڼه افغانستان وکولای شو چې د پاکستان پر وړاندې هغه نړیواله اجماع را منځ ته کړي چې ولسمشر اشرف غني یې د خپل حکومت په پیل کې هیله درلوده. له دریو کلونو پرله‌پسې نړیوالو منډو ترړو او په سیمه او لوېدیځ کې له خپلو متحدانو سره تر قانع کوونکيو مذاکراتو وروسته افغان حکومت…

نور

سرخط؛ پر کانټيننټل له دننه شوی برید، چې نه یې طالبانو د کولو او نه یې حکومت د مهارولو وس درلود

سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل په بريد کې ځانمرګيو لومړی د شپې پر نهه بجې ډزې پيل کړې، خو وروسته پر هوټل برق قطع شوی او ځانمرګي هم د هوټل په خونو کې تر سهاره پټ وو، وژل شوي کسان ټول د سهار په رڼا کې ويشتل…

نور

افغان سرتېري په يوه مقدسه جګړه کې

بريالی وياړ/ سرخط ورځپاڼه جهاد يو عربي ويی دی چې هدف ترې کوښښ او مبارزه ده. د نبي کريم «ص» رښتينې تګلاره او نړيوال حکم دی. جهاد پر دوه ډوله دی، يو فرض عين بل فرض کفايي. فرض کفايي داسې دی لکه د جنازې لمونځ چې ټول خلک يې پر ورتګ او لمونځ کولو نه…

نور

نوي تحولات؛ افغانستان پر کومه خوا روان دی؟

مهر تاج/ سرخط ورځپاڼه د شوروي له ماتېدو وروسته امریکا په يکتاز ډول پر نړۍ واکمني کړه، څه چې یې زړه وو، په هغسې ډول مخې ته روانه وه او بالاخره یولسم سپټمر رښتینې یا سيمبولیکې واقعې خو د نړۍ مسیر یې بدل کړ. امریکا دې فرصت ته د خپلو امپریالیسټي هوسونو په سترګه وکتل…

نور