Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: سیمه او نړۍ

د ټرمپ له انتقادونو وروسته پاکستان د القاعده د یوه مشر د نیولو ادعا وکړه

تاند- د تروریزم پر ضد په جګړه کې د نه همکارۍ په خاطر د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له سر په سر نیوکو وروسته پاکستان نن وویل چې د القاعده شبکې د براعظمګي مشر یې نیولی دی. ډان نیوز تلویزیون نن /سې شنبه/ د پاکستاني چارواکو په قول ادعا وکړه چې د براعظمګي (هند…

1,694 total views, 2 views today

نور

د بې درکه شویو بلوڅانو خپلوان په اسلام اباد کې پرلت پیلوي

تاند- د زرګونو بې درکه شویو بلوڅانو خپلوان، چې په کوټه کې د دوی د ورځو – ورځو پرلتونو ته نه چارواکو او نه رسنیو پام اړاوه، غواړي چې په اسلام اباد کې احتجاجي پرلت پیل کړي. دوی وايي، د دې لپاره چې په کوټه کې یې چا ږغ وانه ورېده ویې غوښتل چې په…

1,251 total views, 1 views today

نور

د سمیع الحق مړی له قبره راایستل کېږي

تاند- د پاکستان قضا له پولیسو سره موافقه وکړه چې د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا سمیع الحق مړی دې د نورو تحقیقاتو لپاره له قبره راوایستل شي. د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، پولیسو له قضايي چارواکو غوښتي و چې دوی ته اجازه ورکړي چې د سمیع الحق مړی له…

7,021 total views, 1 views today

نور

د جمعیت علمای اسلام د وژل شوي مشر مرستیال تښتېدلی

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د جمعیت علمای اسلام (س) ګوند مرستیال په مشکوک ډول بې درکه شوی دی. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د سمیع الحق زوی احمد الحق ویلي چې د ده د پلار د وژل کېدو له ورځې د ګوند مرستیال احمدشاه اکوړه بې درکه دی. ده د احمدشاه اکوړه…

1,421 total views, no views today

نور

پاکستان د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره د پیسو له نړیوال صندوقه هم پور غواړي

تاند- پاکستان به د خپل زیاتېدونکي اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره د پیسو له نړیوالې بسپنې یا آی ایم ایف سره نن /چهارشنبه/ د پور په اړه خبرې پیل کړي. د پاکستان د مالیې وزارت ویندوی نور احمد وویل«د پیسو نړیوال صندوق به د اقتصاد پر ټول وضعیت، خطرونو او همداراز په دې اړه غور…

553 total views, 1 views today

نور

د جاپاني زده کوونکو په منځ کې ځانوژنې ډېرې شوي

تاند- د جاپان د پوهنې وزارت وايي چې د دوی له شمېرنو سره سم په دې هیواد کې د کم عمره زده کوونکو د ځانوژنو شمېر په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دی. د جاپان د پوهنې وزارت په وینا د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ په تعلیمي کال کې نژدې ۲۵۰…

608 total views, 1 views today

نور

د یوې ټایپي تېروتنې په خاطر د پاکستان د تلویزیون ۳ جګپوړي مامورین برطرفه شول

تاند- د پاکستان د ملي تلویزیون یا پي ټي وي د خبر د څانګې مدیر او دوه تنه نور په دې خاطر له کاره لېرې کړای شول چې د تلویزیون پر پرده د چین د پلازمېنې پیکینګ یا بېجنګ (Beijing) پر ځای ظاهراً سهواً بیګینګ (Begging) یعني ګدايي لیکل شوي و. په تلویزیون کې داسې…

2,706 total views, 2 views today

نور

زرګونو ایغور مسلمانانو له چین څخه د افغانستان بدخشان ته پناه راوړې

تاند- د امریکا فارن پالیسي خپرونې په یوه راپور کې ویلي چې له چین څخه له ۴ زره تر ۵ زره تنه ایغور مسلمانان د افغانستان بدخشان ته مهاجر شوي دي. د دې نشریې د راپور له مخې، په سن کیانګ یا شین جین کې پر ایغور مسلمانانو د چین د حکومت د فشارونو د…

2,926 total views, 1 views today

نور