Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: خبرونه

عمران خان بنګالي او افغان ماشومانو ته د تابعیت ورکولو د دریځ دفاع وکړه خو ویې ویل چې دا یوازې وړاندیز دی

تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان نن /سې شنبه/ یووار بیا د خپل دې دریځ دفاع وکړه چې په پاکستان کې زېږېدلو افغان او په ځانګړي ډول بنګالي ماشومانو ته دې د پاکستان تابعیت ورکړل شي. عمران خان، چې د ملي جرګې (نشنل اسمبلي) په غونډه کې خبرې کولې، وویل«په پاکستان کې زېږېدلي ماشومان باید…

6,343 total views, 106 views today

نور

په بلخ ولایت کې یوه غدار پولیس خپل لږترلږه ۹ ملګي ووژل

تاند- یوه غدار پولیس د بلخ ولایت په یوه پوسته کې خپل لږترلږه ۹ ملګري ووژل. د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالي کې د پولیسو یوه چارواکي محمد دین خنجر نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل، په دې پېښه کې، چې تېر ماښام وشوه، یو پولیس ټپي شوی او ۳ نور بې درکه شوي دي.…

2,237 total views, 39 views today

نور

د ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د داعش ۲۶ غړي ونیول

تاند- د افغانستان د ملي امنیت د ریاست سرچینې وايي چې په پلازمېنه کابل کې یې د اسلامي دولت یا داعش ۲۶ ترهګر نیولي دي. د ملي امنیت د ریاست د منابعو په وینا دا کسان ګومارل شوي وو چې د عاشورا په ورځ د شیعه ګانو پر تکیه خانو او جوماتونو بریدونه وکړي. سرچینې…

5,652 total views, 28 views today

نور

ناټو په کابل کې خپلو پوځیانو ته دایمي مرکز جوړوي

تاند- د ناټو په مشرۍ ځواکونه، چې له ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې مېشت دي، اوس غواړي چې خپل موقتي استوګنځایونه پر دایمي هغو بدل کړي. د امریکا د سټار انډ سټرایپس ورځپاڼې د راپور له مخې، د ناټو چارواکو وویل چې تېره اوونۍ په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت لپاره د قوماندې…

3,148 total views, 6 views today

نور

د سریلانکا په وړاندې د افغانستان د قوت ټکي او له دې لوبې زده کړې

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا هغه ټیم ته ماتې ورکړه چې پنځه ځله د اسیایي لوبو اتل شوی دی. په عربي متحد اماراتو کې سریلانکا ته د ۹۱ منډو په توپير ماتې د افغان لوبغاړو لپاره ستر ویاړ دی، په تیره بیا چې سریلانکا تازه په خپل کور کې د نړۍ…

3,321 total views, 7 views today

نور

افغانستان د کرکټ د اسیايي کپ د ۴ غوره لوبډلو پړاو ته ووت

تاند- افغانستان د کرکټ د اسیايي کپ په خپله لومړۍ سیالي له سریلانکا څخه په ۹۱ منډو وګټله. افغانستان، چې سریلانکا ته یې ۲۵۰ منډې هدف ټاکلې وې، ننني بري د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ورساوه. په باولینګ کې مجیب ځدراڼ دوه لوبغاړي وسوځول او د درېم په رن اوټ کولو کې یې هم…

7,811 total views, 6 views today

نور

افغانستان سریلانکا ته ۲۵۰ منډې هدف وټاکه

تاند- افغانستان د کرکټ د اسیايي کپ په خپله لومړۍ سیالي کې سریلانکا ته ۲۵۰ منډې هدف وټاکه. پچه افغانستان وګټله او غروه یې وبلله چې لومړی پخپله بیټنګ وکړي. د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ رحمت شاه زرمتي وکړ. ده ۷۲ منډې وکړې. ورپسې احسان الله جنت ۴۵، حشمت الله شهیدي ۳۷ او…

1,778 total views, 5 views today

نور

افغانستان د هوا له لارې د ۵۶ ملیون ډالرو تجارتي مال صادر کړی

تاند- افغان چارواکي وايي چې افغانستان د هوا له لارې بېلابېلو هیوادونو ته د ۵۶ ملیون ډالرو په ارزښت مال صادر کړی دی. په مالي او بانکي چارو کې د جمهوري ریاست د مشاوریت د دفتر د عامه اړیکو مسوول سمیر رسا وویل چې دا تجارتي مال په څه کم یو کال کې د نویو…

5,915 total views, 7 views today

نور