Categories

Category Archives: خاطرې

ملاقات|| نورمحمد سعید

ریل ګاډي کې ماته له مخامخ څوکۍ سړی پاڅېد او دا پکې ژر کښېناسته، بلکې د چا خبره ځان یې پکې وغورځاوه. نور مخ یې ښوی و، خو ټنډه یې له کونځو ډکه وه. د نورو لندنیانوغوندې یې نه موبایل په لاس کې و او نه هم کتاب. ځمکې ته یې کتل. خواته یې دوې…

نور

ما مې د يار د جنازې کټ له اوږه ورنه کړه

فياض حميد|| نه پوهېږم چې دوستي مو له کوم ځايه پيل شوې وه، خو په کلي کې زما رښتيني او زړه ته راتېر دوه کسان وو، فضل الله او عابد، دواړه د ښه اخلاقو څښتنان، متدين او پرهېزګاره ځوانان وو، د کلي شپو ورځو کې مو ډېر وخت يو ځای تېر کړی، ډېرې خاطرې سره…

نور

درد || جمال ناصر اصولي

جونګړې ته ورته کور مو په کرایه نېولی و. لسم کال مې راباندې و، چې ژوند مې د تل لپاره بدلون وکړ… یو ګهیځ ویده وم، چې د یوې درنې چاودنې غږ لکه لېونی له خوبه را کېنولم. ما وې زموږ د کور په انګړ کې وشوه. لېرې هم نه وه، چې چیغې شوې پلار…

نور

یوه ترخه او نه هېرېدونکې خاطره|| عبدالباري جهاني

 که څه هم چي د دې ترخې خاطرې او ترخې شپې څخه تقریبا دوه نیم کاله تېر سوي دي خو د افغانستان د حکومتي ادارې او پارلمان په چارو کي تقریبا هیځ تغییر نه دی راغلی؛ ځکه یې خپرول بې ګټي نه بولم او هغه کسان یې لوستلو ته رابولم چي غواړي د افغانستان د…

نور

د سترګو لیدلی حال او پېغامیزه کیسه/ حضرت عثمان نوري مومند

ښه یې ویلي چې (د پوهانو سره ناسته ډېر څه درزده کوي). تېره ورځ له یو ډاکټر (رنځ پوه) سره ناست وم؛ له څېرې ډنګر، او له قط (ونې) لوړ ځوان کلینیک ته راننوت. لومړی یې سلام وکړو او بیا د دېوال غاړې ته په چوکۍ کښېناست.  دې ځوان په اوبو لوند خړبخن څادر په…

نور

د طالب له ظلمه ژاړم! (خاطره) بریدمل اجمل

کاروان لا حرکت نه و کړی. هر چا په هاموې کې ځان ته ځای پيدا کاوه. زه د روژې سهار ځپلی په سوچ کې ولاړ وم. ملګري (!) له لاسه ونيوم. هاموې ته يې پورته کړم. زما په څېر نور ډېر سوچې او دوه زړي ياران پاتې شول. درې کيلومتره مو د مهترلام شمال خواته…

نور

ژوند او خاطرې (انتظار) / عصمت الله صالح‎

د سهار اته بجې وې، حمام مې وکړ، پاکې جامې مې واغوستې، آینې ته ودرېدم، شړشمي تېل مې په ورغوي کې واچول، بورس مې راوخیست، ويښته مې د سر یوه طرف ته واړول، کورتۍ مې واغوسته، د عطرو بوتل مې دوه وارې په ځان ومښلو، کوچینی څادر مې تر ستوني دوه لاوه تاو کړ،عینکې مې…

نور

ژوند او خاطرې (ستړي مشي) / عصمت الله صالح‎

دوه کاله مخکې، یو سهار مې یوه ملګري راته زنګ وکړ، له جوړ پخیر وروسته یې وویل: هلکه دلته یو خصوصي ښوونځی دی، نن ورشه د استاد کېدو خبره مې دې ورسره کړې، فقط یو ځل مدیر له نږدې ووینه نور کار خلاص دی. ما هم په ځان او په وېښتو لږ لږ ګوتې ووهلې…

نور