Categories

5

Category Archives: کلتور

ادبي راپورتاژ / عصمت الله صالح‎

ادبیات او ژورنالېزم یو له بل سره نه شلېدونکې اړیکې لري؛ ځینې ژانرونه شته چې دغه اړیکو ته تل وده ورکوي، نه پرېږدي چې ادب له ژورنالېزم لرې واقع شي. له دغه ژانرونو یو هم ادبي راپورتاژ دی. په عمومي ډول راپورتاژ له رپوټ څخه جوړه فرانسوي کلمه ده. د لغت له مخې ددې ژانر…

نور

کلیوال ملګري ټولنې ۱۱۸مه اونیزه غونډه وکړه

راپور: سلام «افغان»   غونډه د غوايي د میاشتې په دېرشمه نېټه د شنبې ماسپښین درې نیمې بجې د زبیردرویش له لورې په مبارکو ایاتونو پیل شوه. د ویاندویي چارې یي د عبدالعلیم(نوري) په غاړه وې.  ورپسې د کلیوال ملګري ټولنې غړي نیاز محمد امیري (په افغانستان کې د مرمر ډبرو د را ایستلو صنعت) په…

نور

غوره مديريت کتاب چاپ شو

غوره مديريت د برايان ټريسي د (بريا کتابتون) د کتابونو د ځنځيري کړۍ څخه یو بل په زړه پورې اثر دی ، چې عبدالرقيب نوري پښتو ته را ژباړلی، او اکسوس کتابپلورنځي خپور کړی دی. په کتاب کې د غوره مديريت په عملي تخنيکونو او موخو ته د رسيدو پر لارو چارو بحث شوی دی.…

نور

د سینځل ګل یوولسمه دودېزه مشاعره

(غویی-۲۸۸) نن ورځ په لوګر ولایت کې د سنځل ګل یولسمه دودېزه مشاعره کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، ولایت مرستیال قمرالدین شکیب، ولایتي شورا مشر او غړو، امنیه قومندان،د لوګر، پکتیا، خوست، کابل، ننګرهار،لغمان او میدان وردګو څخه راغلو شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و. په مشاعره کې لسګونو شاعرانو په نوبت سره…

نور

په ټولنه کی د ژباړې د مسلک ارزښت

لیکونکې: ښویالی محمدشفیق شرفزی – که موږ اسلامی تاریخ ته نظر وکړو د جناب نبي کریم (ص) په وخت کې به چې کله خوږ پېغمبر (ص) حضور ته څوک راغله نو چې به د بلې ژبی شخص ؤ د همهغې ژبی ترجمان به یې خبرې ژباړلې او منازعات به یې سره حلول، همداشان که د…

نور

 دهلمند ادبي بهیر(۳۶۸) مه اوونیزه غونډه

نن جمعه د روان کال په ۱۳۹۶/۲/۲۹ نېټه په هلمند ادبي بهیر کي شانداره ادبي غونډه وسوه، چي دمرکز او ولسواليو ګڼ شمېر شاعرانو اولیکوالانو په یاده غونډه کي برخه لرل. دیاد ادبي بنډار اجندا دريو برخو وينا، نثر او نظم بشپړول. غونډه د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل سوه. لومړنی…

نور

ژوند او مینه/ زحل

 د مینې خوږاوسپیڅلې غږ اوس دهیچا په زړه ښه نه لګیږي، ځکه دوی له نفرت، کرکو، ناخوالواو بې اتفاقیو سره روږدې شوی دي . د دوی زړونه ټول د لوی نعمت چې هغه د مینې، یوالې او د ورورۍ فضاء کې ژوند تیرول دي ورڅخه بی برخې دي. همداسې په خواریو، فقر اونفاق کې د…

نور

یوه داسې نجلۍ پېژنم/ ژباړنه: نازو کمال

زه یوه داسې نجلۍ پېژنم چې له کتاب سره ډېره مینه لري، ددې لپاره نه چې په کتابونو کې د مینې وچ ګالن ساتل شوي وي، بلکې ددې لپاره چې کتاب خپله د ګل په شان دی، داسې ګل چې له کاغذه جوړ او یو ډول خوندوره خوشبویي پکې موجوده ده. نو زه د هغې…

نور