Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: لنډې کیسې

زوی که لور؟ (لنډه کیسه) لیکوال/محمد خالص ادیب

زهرا له مخه چادرې پورته کړه، اخندزاده صاحب شونډه له غاښ لاندې کړه، په زړه کې یې را تېر کړل: اوس به دم درباندې چوف کړم. په لاس باندې یې د کېناستو اشاره ورته وکړه، زهرا په مخ ټکری راکش کړ، یوه شېبه غلې وه، اخندزاده صاحب لونګۍ سمه کړه، له زهرا څخه یې وپوښتل:…

589 total views, 1 views today

نور

ځلا || اجمل پسرلی

د کړکۍ څنګ ته په ناستو ورو ورو زنګیده. سپین ویښته یې د مازدیګرني لمر وړانګو ته ځلیدل. کوټه لا توده وه خو له پښو سره یې پرته  توره کمپله ورکش کړه. موبایل ترې ولوید، دستي یې راپورته کړ، ښیښې ته ېې وکتل. ګوته یې پرې تیره کړه، خپل زوی ته یې زنګ وواهه، هغه…

2,605 total views, 2 views today

نور

دوه ساه کښان (لنډې کیسې) لیکوال: حیات الله ژوند

پر تاري بورۍ څاڅکې څاڅکې وینې شپول جوړ کړی و، بورۍ د یوې لوېشت په اندازه تکه سره اوښتې وه. اوس هم چې څه ورپورې ولگېږي، له غومبرو مې وچه شوې وینه ودوړېږي او تازه وینه غوټه غوټه راووځي. د پیشکې سترګې د بورۍ په تیاره کې تکې شنې ښکارېدې او شوبین يې کاوه. د…

1,546 total views, 1 views today

نور

زنځیر (لنډه کیسه) هیله پسرلی

  په لوړه ولاړه وه. ټوله سیمه ور ښکاریده. لغړې ونې، د ریبل شویو کروندو ژیړ مخونه او بامونه. ژۍ  ته نږدې شوه. په ذهن کې یې یوه جمله وه؛ نور نو هر څه ختم شول. د غاړې زنځیر یې ښکته ونیو، ور ویې کتل، باد شوراوه. ګوتې یې سستې کړې، زنځیر ښکته ولوید. ورپسې یې لاندې وکتل. په شا…

886 total views, 1 views today

نور

نیمګړی/ اجمل پسرلی

د شرابو پر تش ګیلاس یې شونډې کیښودې. په رستورانت کې یو میز ورها خوا د زیړو ویښتو او کمه رنګه ابي سترګو نجلۍ داسې ورته وایسیده لکه نیمګړې رسامی. نجلۍ سترګې ښکته واچولې. ده پر دیوال د خزنده و د راځوړند تصویر لور ته سترګې پورته کړې. په انځور کې خزنده پر ګردیو ګردیو…

917 total views, 3 views today

نور

راز (لنډه کیسه)  لیکوال: محمد نعمان دوست

د کورونو مخې ته د زردالو یوه ونه مایله پورته شوې وه.دا ونه زموږ د ساعت تیرۍ لویه وسیله وه. کله به یې پر ډډ همداسې په منډه څو ګامه مخکې لاړو. کله به مو پکې لاسونه بند کړل او ټالونه به مو خوړل.  د دې ونې د ټیټو ښاخونو زردالو به تر پخیدو نه…

166 total views, no views today

نور

ایس کریم | اجمل پسرلی

سپین ږیری د ونې شاته تاو شو. سر یې ټيټ ونیو. ایس کریم ته یې ژبه راوایسته. زوی ته مې وویل: – پلار دې ګورې ده اوف کړل. سر یې وڅانډه: – هاغه بله ورځ ډاکټر ته ورغلی و ایس کریم ورته زهر دي پخوا ښه و په پرهیز کې کلک و – راځه چې…

238 total views, no views today

نور

وږی/اجمل پسرلی

د سپوږمۍ رڼا ته یې له لرې د ډیران پر سر د شنې کڅوړې له لیدو سره شونډې ویړې شوې. لږ چټک شو چې بیا پیشو تر ده مخکې نه شي خو چپې پښې یې زور نه اخیست، د پرې شوې ښۍ پښې پرځای یې امسا سمه نه شوی لګولې. پلاستیکي کڅوړه شمال ته ورپيده،…

253 total views, no views today

نور