Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: لنډې کیسې

بایلل || اجمل پسرلی

د ودکا ګیلاس یې پر سر واړاوه. ټک شو، تش ګیلاس یې کلک پرمیز کیښود. د رستورانت له خدمتګارې یې په اشارې هیله وکړه چې نور شراب راوړي. هغې ډک ګیلاس ورته کیښود، ده پسې وکتل. د خدمتګارې شاته یې یوې نجلۍ ته ورپام شول چې طلایي ویښته یې له کړکۍ د رالویدلي مازدیګرني لمر…

1,541 total views, 3 views today

نور

تورتم ته له تورتمه (لنډه کیسه) حیات ژوند

ځان مې په زویو او وینو لړل شوی دی، بد بوی رانه لټېږي، په نامه پورې مې اوږده لکۍ نښتې ده، زه څه یم؟ ما اورېدلي و، چې لکۍ تر شا شنه کېږي، خو زما په نامه پورې دا اوږد پړی څه شی دی؟ پر وجود مې درې کسان اخته دي، وینې رانه پاکوي؛ خو…

512 total views, 2 views today

نور

بي بي سي توړۍ / لنډه کیسه | بارکوال میاخېل

که څه هم په کلي کې به رېډیو یواځې نارینه وو او هغه هم زیاتره سپینږیرو اورېده، خو ښځو د بي بي سي نوم اورېدلی وو، ځکه یې پر خوږکۍ توړۍ د “بي بي سي” نوم ایښی وو. خوږکۍ توړۍ به هم د رېډیو غوندې ږغېده او هم به یې تل داسې نوې خبرې کولې…

1,017 total views, 5 views today

نور

د مارټین سترګې (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

   د چورلکې له کېناستو سره له شګلن میداني خړه دوړه پورته شوه، د کانټینري کوټو مخې ته روانو بې وسلې سرتېرو پزې ته لاسونه ونیول، خو یوه هم د چورلکې خواته نه ورکتل، ټول په خپلو کارونو پسې په ګړندیو ګامونو روان وو.     سرتېري له الوتکې په نوبت را ښکته کېدل، څېرې یې په…

893 total views, 2 views today

نور

مسافر/ اجمل پسرلی

په اړخ واوښت. پښې یې وغځولې بیرته یې ټولې کړې. د پردې ژۍ یې په دوو ګوتو پورته کړه. کوڅه په تیاره کې پرتې واورې ته رڼه ښکاریده.  د موبایل پر شیشې یې ګوته تیره کړه، د خپل کلیوال د فیسبوک مسیج یې بیا ولوست« خدای دې خیر پيښ کړي، دعا کوئ» لاس یې وغځاوه،…

1,167 total views, 1 views today

نور

د کونډې زوی قاتل شو | رحمت الله همنوا

د پلار د مرک یې لا اونۍ نه وه پوره، چې هغه دې کرغیړنی نړۍ ته سترګې وغړولې. کلیوالو ښځو به یې مور ته ویل ځه شکر دی، ماشوم دې روغ پیدا شو، له صحت هم ښه دی، خو مور به یې چې خپل ځوی ته وکتل او د خاوند نشتون به ورپه زړه شو…

780 total views, 6 views today

نور

ولې؟/ اجمل پسرلی

د کور رنګ لکه کورکمن. د بهر دیوال یې ټیټ. دومره ټیټ چې د کور د کړکۍ بیخ لا ښکاري. د همدې کور مخې ته یوه ورځ له بسه کوزه شوه، اشاره یې وکړه چې دلته اوسي. دا دی وختونه اوړي د همدې کور مخې ته له بسه ښکته شوی یم. د اورسۍ شاته د…

871 total views, no views today

نور

د ګوانتانامو لومړی تم ځای؟ (لنډه کیسه) خالق رشید

 پرون مازدیګر پر کابل باندې سخته واوره اوریده، نرۍ سیلۍ پرې دپاسه زنګیده، له یوې خوا یې بلې او له بلې بلې ته وړه او راوړه، الکساندر چې دغه سړه ننداره ولیده، لاس یې سره ومښل خپل دنګرځنځیري سپي ته ځیرځیر شو، دهغه سترګو ته یې وکتل، زړه یې ورته راډک شو او درنه آه…

831 total views, 2 views today

نور