Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: شعر

بې سرحده مینه/د نزار قباني شعر، ژباړه اجمل پسرلی

اې اغلې! ته زما د تاریخ تر ګردو مهمه ښځه وې په دغه کال کې چې تیر شو ته اوس د سږکال تر پیلیدو راوروسته هم تر ټولو مهمه یې ته هغه ښځه یې چې په ساعت او ورځو دې نه حسابوم ته هغه ښځه یې چې د شعر له میوې جوړه یې او د…

148 total views, 4 views today

نور

بغاوت / شریف شېرانی

دغه وخت دی که ننګ وکړې بیا یې نه راځي وختونه بغاوت ته تیار اوسه اې باغي باغي پښتونه! *** اوس پر ګرځه تڼۍ خلاسې اوس د ننګ میدان هوار دی د جنون په زور یې مات کړه که دوښمن دی که یې یار دی ګوره بله خواري نه سته چې زلمی کهول تیار دی…

68 total views, no views today

نور

د هيلو اواز 

تاريخ بيا تکرارېږي ميرويس خان راژوندی کېږي صفويان نور په ګونډو دي د احمد لمسيان نور راويښيږي ګورګين نور په سلګو دی لوی کندهار بيا ژوندی کېږي د اېپي فقير لمسی دی بل څوک نه دی ځوان منظور راپورته کېږي، رهبر کېږي د روښان اغېز ته ګوره چې رڼا کړي ټول افغان په خپل تربور…

78 total views, 3 views today

نور

د ارواښاد عبدالله بختاني خدمتگار په مړینه

استاد محمد معصوم هوتک ساندو بیا ونـــــــــــیاوه مخ د ادب کور ته د بختان وړانگه غوټه سوه تیاره گور ته د پښتو په چـــــــــوپړ ستړی خدمتگار مو جگه غاړه ســـــــــو تسلیم د مرگي  پور ته زمانه د مــــــــــــــــرگ و ژوند اوږده لړۍ ده غځېدلې مخ و شـــــــــــــــــاته کښته پورته ” دوا” نسته د اجل رنځ…

185 total views, 1 views today

نور

راشه بیا په توره شپه کې

سعـادت کلیــوال په ساندو بدرګه راځي ندا په توره شپه کې ګیله د کوم مئین ده که دعا په توره شپه کې تصوير دی که کتاب دی چې له ډیره ورته ګوري ډیوې سره فریاد کوي تنها په توره شپه کې مرید لکه چې غواړي ورکه لار د سالکانو که غواړي کوم مجنون ورکه لیلا…

200 total views, 3 views today

نور

د خوست پرېم نگر (د مينې کلي) لولنگرو اوبيا له کندهاره تر کابل و ننگرهاره

د جنگ وجهل  بلهارو هندوانو او سېکانو ته يې ډالۍ کوم ! پوهاند زيار د مينې ناورين وسوم اور د انتظار، خوته رانغلې سپېلنی وريت په انگار، خو ته رانغلې په درشل کې د ښکلا د پېغلتوب دې ‌ډېر سرونه شول بلهار، خو ته رانغلې چې مو کړی وو تړون پکې د مينې وران ويجاړ…

115 total views, 1 views today

نور

یوازې ستا لپاره | شاعر: علم ګل سحر

له زړه مي ټولې کرکې وایستلې اوس مې له ښکار ځنې توبه کړې ده اوس له کارېز نه بغدادي کوترې نه کټوم او بس تمامه ورځ لګیا یم په دامونو کي مرۍ پېيمه سپینو کوترو ته پايزېب جوړوم اوس د بې موره وري له اوښکو نه شراب جوړوم او په سخت زړو یې ارزانه پلورم چې یې له…

75 total views, 1 views today

نور

د ګلالۍ احد غزل

قدم چې اخلمه قدم ګوره په ډار اخلم نه درنه ځم او نه درځم د زړه ازار اخلم د زور دې نه یم زوروره خو لا ماته نه یم چې پناه کیږمه په دې کې درنه وار اخلم بې لوظه یار مې په لیمو کې زنګوي خوبونه ځم په بڼو یې له بڼو دغه غبار…

84 total views, 2 views today

نور