Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: شعر

د میوند څلي ته | خالق رشید 

ولوید یو ځلاند ستوری د وینو په رودونو کې پریوت دمیوند څلې د اوښکو په لړونو کې لوند شو د نازو پوړنی غم په کندهار پریوت بیا یو محمود مات شو اصفهان ته په خیالونو کې څوک چې د آرام ژوند پر بالین باندې  آرام نه شو والوت دمسیح په څیرد خدای په آسمانونو کې…

2,713 total views, no views today

نور

د پوهاند دوکتور زیار څو شعرونه

پوهاند زيار،اکسفورډ، ۵ تله ۹۷ خوږې پښتيانا ته [ زېږون: سويس،۱۳۶۶– د تلې (ميزان) پېنځمه ] د بخت ستوری موږ د ځمکې له  تيارو تورو تروږميو، بوږنوړو ماښامونو… بدرگه موغرونه غرونه فريادونه په تکل د هسکو هسکو اسمان لارو، د رڼاوو او برېښناوو تر ټاټوبي… ***** هرکلي ته مو ولاړ ځلنده ستوري، لمرسپوږمۍ را گومارلي…

1,347 total views, no views today

نور

د ښځو بانډار ګروپ سملاسي مشاعره

پېل د معصومې غرنۍ په غزل: مه شینده اغزي مې د مزله په لار ژونده ګلابونو نه درتیره يم ته مې په پلو کې زړه راواچوه زه له رواجونو نه درتیره یم معصومه غرنۍ ما سره که ژمنې بيا له سره کړې تېرو دروغونو نه درتېره يم مريم صافۍ شينوارې ژوند دې سم دوزخ وي…

2,456 total views, no views today

نور

په وینو لژند ننګرهار ته!! خدایه، یو نجیب نشته؟

  وینې دي تویږي ، سر پرې شوی شهسوار ژاړي خدایه یو نجیب نشته ؟ سرکښه ننګرهار ژاړي سرې  سترګې په وینو مینځو، اوښکې مرورې دي ښکلي ټول ورور مړي دي لاسونو کې مو هار ژاړي څنګه بې پښتو شولو، عزت وژنو حیا  اخلو څنګه شوو سرټیټي چې پردو ته مو سردار ژاړي څه شودتورتم سالار،…

1,206 total views, no views today

نور

سملاسي (فی البدیهه) مشاعره

دا مشاعره د جولای په ۱۹ مه نېټه شوې. د شعرونو راټولوونکې: ملالۍ بشیر پيل د عابده سپوږمۍ په غزل: پيمانې په لاس کې مه شرنګه وه هسې ساقي راوړه خمار مه ځوروه هسې زما سترګو کې تاثير دى دا منمه خو لاسونه په لار مه زنګوه هسې عابده سپوږمۍ زه خو ستا له جفاگانو…

907 total views, no views today

نور

تیاره سالاره! || ع: رشید

ډالۍ: زخمي غزني ته !  ښکلی غزنی د ړنګاوه هلته دې شور واچاوه نه شرمیدې چې د محمود ګور ته دې اور واچاوه دتیارې زویه ولې ولې لیوني غوندې شوې نه پوهیدې چې یولوی غم دې بیا په مور واچاوه د سنایي ژړادې ناوریده جاهله یاره د خدای قرآن ته دې دده په مخ کې…

383 total views, no views today

نور

د ښځو په بانډار پاڼه کې سملاسي (فی البدیهه) مشاعره

پيل د آسيه محرابی د غزل په دو بېتونو 1.تا چې دروغو نه کيسې جوړې کړې له ډیره غمه ما نغمې جوړې کړې 2. چې دې د مينې په شراب نشه کړم پټ دې د زهرو پېمانې جوړې کړې آسيه محرابی 3. ستا به عادت و يا به ناز خدای خبر په ما دې هسې…

514 total views, no views today

نور

د جیلاني جلان دوه غزلونه

تږی د ذوق تږی یمه مرمه مرمه چرته یې؟ چرته یې د عطرو د باران موسمه چرته یې؟ وژني خیالدره رانه پیکه ارام  پیکه غبار راشه د سکروټو سترګو ګرم غمه چرته یې؟ سپینه د موم غوښه له خواهشه درته ډکه ده ټک ورکړه دسره هوس تیره لړمه چرته یې؟ دربه وړي د اورګلونه دا…

534 total views, no views today

نور

۸