Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: ادب

ځلا || اجمل پسرلی

د کړکۍ څنګ ته په ناستو ورو ورو زنګیده. سپین ویښته یې د مازدیګرني لمر وړانګو ته ځلیدل. کوټه لا توده وه خو له پښو سره یې پرته  توره کمپله ورکش کړه. موبایل ترې ولوید، دستي یې راپورته کړ، ښیښې ته ېې وکتل. ګوته یې پرې تیره کړه، خپل زوی ته یې زنګ وواهه، هغه…

2,428 total views, 1 views today

نور

ژبه ګنې په يوازې ځان د پوهاوي دنده ترسرولاى شي؟  | اجمل ښکلى

د ژبې په اړه زموږ دوديز تصور دا دى، چې ژبه د مفاهيمو د لېږد بشپړ نظام دى او په دې لړ کې پر ځان بسيا ده. مثلا: د جملې په تعريف کې وايو، چې د کلمو، غونډونو او نورو داسې يوه مجموعه ده، چې بشپړه مانا ولري؛ خو لاندې جملې ګنې بشپٖړې ماناوې لري؟…

1,585 total views, 1 views today

نور

معاني پوهنه او مانا پوهنه | عزت الله نورزی

معاني د معنا جمعه ده. په لغت کې څرګندولو، د یوه شي پای او مقصد ته وایي. په ادبي اصطلاح کې هغه ‌‌ذهني تصویر ته وایي، چې په واسطه يې موږ په الفاظو تعبیر کوو، یعنې هغه ذهني تصویر ته وايي چې زموږ د الفاظو د جوړښت مطابق د مخاطب په ذهن کې جوړېږي یا…

219 total views, no views today

نور

پـــــــراګـــــراف | ګل رحمن رحماني

 په لیکوالۍ کې مناسبه نه ښکاري چې لیکنه دې له پیل نه تر پایه پورې یو سری متن وی، د لیکوالي اصول ایجابوی چې هره لیکنه د مانا رسولو  او د لوستونکي د اسانۍ له پاره د بند یا پراګراف په نوم کوچنیو ټوټو سره یو له بل متمایزه یا جلا شي.    پاراګراف د څو…

1,375 total views, 2 views today

نور

په وینو لژند ننګرهار ته!! خدایه، یو نجیب نشته؟

  وینې دي تویږي ، سر پرې شوی شهسوار ژاړي خدایه یو نجیب نشته ؟ سرکښه ننګرهار ژاړي سرې  سترګې په وینو مینځو، اوښکې مرورې دي ښکلي ټول ورور مړي دي لاسونو کې مو هار ژاړي څنګه بې پښتو شولو، عزت وژنو حیا  اخلو څنګه شوو سرټیټي چې پردو ته مو سردار ژاړي څه شودتورتم سالار،…

722 total views, no views today

نور

دوه ساه کښان (لنډې کیسې) لیکوال: حیات الله ژوند

پر تاري بورۍ څاڅکې څاڅکې وینې شپول جوړ کړی و، بورۍ د یوې لوېشت په اندازه تکه سره اوښتې وه. اوس هم چې څه ورپورې ولگېږي، له غومبرو مې وچه شوې وینه ودوړېږي او تازه وینه غوټه غوټه راووځي. د پیشکې سترګې د بورۍ په تیاره کې تکې شنې ښکارېدې او شوبین يې کاوه. د…

1,461 total views, 2 views today

نور

په کندهارۍ لهجه کي د (باره) او (بالا) کلماتو ګرامري ارزښت

ليکنه: عبدالنافع همت   په ژبپوهنه کي يوه منل سوې قاعده ده چي ګرامري اصول له ژبي څخه دباندي نه جوړېږي، بلکي له ژبي څخه را ایستل کېږي، ځکه چي ژبه ولس جوړه کړې او ولس يې وايي. کله چي کوم ژبپوه عمومي ګرام ليکي، نو بايد ټولي لهجې وڅېړي، خو که لهجوي ګرامر ليکي هغه…

3,352 total views, 3 views today

نور

زنځیر (لنډه کیسه) هیله پسرلی

  په لوړه ولاړه وه. ټوله سیمه ور ښکاریده. لغړې ونې، د ریبل شویو کروندو ژیړ مخونه او بامونه. ژۍ  ته نږدې شوه. په ذهن کې یې یوه جمله وه؛ نور نو هر څه ختم شول. د غاړې زنځیر یې ښکته ونیو، ور ویې کتل، باد شوراوه. ګوتې یې سستې کړې، زنځیر ښکته ولوید. ورپسې یې لاندې وکتل. په شا…

215 total views, 4 views today

نور