Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: ناول

زرو (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

اوومه برخه پلار مې هماغسې پرېښود، د شپې دوې بجې له کوره ووتم، د باران واړه څاڅکي  پر مخ ساړه لګېدل. سات وروسته مې د زرو دوی کلي ته نږدې دمه ونيوله، له جېبه مې لاسي بتۍ را وايسته، مخکې لاړم، لاسي بتۍ مې څو ځله بله کړه، د حاجي نواب کور ته نږدې کېناستم.…

12 total views, no views today

نور

زرو (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

شپږمه برخه د سړي پر غومبري څه ولګېدل، سترګې يې رڼې کړې، د طوطي ژېړه مښوکه وه. سړی کېناست، ورمېږ يې کوږ کړ، د غار خوله ژېړې رڼا نيولې وه. ويې ويل: _اه، لمر راختلی دی.  تر څنګ ايښې پلنې اوږدې تيږې ته يې وکتل، مړې اېرې پکې پرتې وې. سړی ولاړ شو، له سپينو…

17 total views, no views today

نور

شاتګ (ناول) لیکوال: محمدآصف عمر

غونډ منډ سړي په وړوکي مېز باندې په لپټاپ کې د شريف عکسونه کتل. کوټې کړکۍ نه لرلې. ريس د نېغو نېغو وېښتانو ککره ښه نژدې کړه: – ګوره! د افغانستان دپاره لوی چانس دی. پيسې به لکه سېلاو راجاري شي. ظفر په سر خوځولو تايد کړه. سړي په لنډ غوښين لاس ياداشتونه ليکل. په…

10 total views, no views today

نور

شاتګ (ناول) لیکوال: محمدآصف عمر

سهار په هوټلګي کې مېلمه پالو تختونه او مېزونه سمول. په زړو غاليو، ګيلمانو او سطرنجيو کې ځانګړی ظرافت پروت و. هرې خواته د تېر زمان د رښتينولۍ او آرامښت فضا خوره وه. يوازينی مشتري يې سېرېنا وه. کله به يې سترګې دروازې، کله ورېځو ته واړولې. بيا به له سوړ اسويلي سره په مېز…

4 total views, no views today

نور

زرو (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

پنځمه برخه  ولاړ شو، طوطي يې ور واخيست، څو ګامه مخکې لاړ، له ونو لويدلې وچ ښاخونه يې راټول کړل، بېرته هوارې ډبرې ته رواګرځېد، وچ واښه يې تر لرګيو لاندې کړل، لايټر يې ورته ونيو، وچو وښو خوله واخيسته. طوطي ته يې وکتل، په سترګو کې يې سره لمبه ښکاريدله. سړي خپل لاسونه اور…

12 total views, no views today

نور

شاتګ (ناول) لیکوال: محمدآصف عمر

چرچرکان په سيالۍ چرېدل. سلسلې د دهلېز په هندارې کې وکتل. خپلو غوښو ته يې پزه مونجه شوه. کوټې ته يې خوله ونيوله: – مورې! دا ظفر کاکا ناوخته نه که؟ بايد يادونه وکړم چې په شپاړسم تاريخ کې هم يو پرګراف پاتې و ما په مخکيني برېښنا ليک کې درلېرلی. تراوسه سم شوی هم…

5 total views, no views today

نور

شاتګ (ناول) لیکوال: محمدآصف عمر

افسر له خندا شين واوښت: – ای! زما ام درسره موهم کار دی. خو وبښه! وتی نشم. په ټيليفون کې به يې ووايم. شريف موټر د جوسو د غرفې څنګ ته ودروه. تندی يې ګونجې و. چې دی خو به په پروفيسر پسې نه ګرځي. کارتر ډېر منتظر پرې نښود: – د (مهربانه غرونه) کتاب…

13 total views, no views today

نور

زرو (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

درېيمه برخه سړی د غار خولې ته ودرېد، ټوپک يې پر يوه هواره ډبره کېښود، د دوو تېږو تر مينځ راوتلی بوټی يې وڅانډه، د بوټې پاڼې يې پزې ته ور نږدې کړې، سا يې کش کړه، تر ډېره يې سترګې پټې وې…. بېرته يې ټوپک ور واخيست، غار ته ننوت. غار ارت و، سړي…

6 total views, 1 views today

نور